د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند له نن څخه خپلو ټولو وګړو ته د کورونا واکسین لګول پیلوي


هند له مارچ میاشتې راهېسې د واکسینو صادرول ځنډولي چې له وجې یې په نړیواله توګه د واکسینو کمبوت مخې ته راغلی دی.
هند له مارچ میاشتې راهېسې د واکسینو صادرول ځنډولي چې له وجې یې په نړیواله توګه د واکسینو کمبوت مخې ته راغلی دی.

په داسې حال کې چې هند سر له ننه خپلو ټولو ۶۰۰ مېلیونو بالغو وګړو ته د واکسینو د ورکولو بهیر پیل کړ ګڼو صوبو ویلي چې هغوی د کووېډ ـ ۱۹ واکیسونو د کمبوت سره مخ دي.

د یو اعشاریه درې بیلیونه نفوس لرونکی هیواد هند چې په نړۍ کې د واکسینو جوړولو تر ټولو لویه سرچینه ده، اوس مهال د خپلو وګړو لپاره هم په کافي اندازه واکسین نه لري.

هند له مارچ میاشتې راهېسې د واکسینو صادرول ځنډولي چې له وجې یې په نړیواله توګه د واکسینو کمبوت مخې ته راغلی دی.

ټایمز اف انډیا راپور ورکوي چې د هند له ۲۸ صوبو او اتو اتحادي سیمو څخه یواځې شپږ یې د دې جوګه دي چې د ټولو بالغ کسانو لپاره د واکسینو بهیر پیل کړای شي.

د هند د ممبۍ ښار چارواکو د درو ورځو لپاره د واکسینو مرکزونه تړلي او د نوي ډیلي اعلا وزیر پر ولس غږ کړی چې نن دې د واکسینو مرکزونو ته نه ځي ځکه چې هغوی ته واکسین نه دي رسېدلي.

د جانز هاپکېنر پوهنتون د معلوماتو له مخې په تېره یوه اوونۍ کې هره ورځ په هند کې له درو لکو زیات کسان په کورونا اخته کېږي، تر اوسه هلته ۱۸ مېلیونه ۷ لاکه ۶۲ زره نه زیات کسان په کورونا اخته شوي او دوه لاکه او اته زره نه زیات پکې مړه شوي خو ۱۵ میلیونه نه زیات ترې بیرته ښه شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG