د لاسرسي ځای

تازه خبر

قرغزستان او تاجکستان پر پوله نښتې، ۱۳ کسان وژل شوي


د حالات تر خرابيدو وروسته قرغز او تاجک پوځ د قرغزستان په لليک ضلع کې پر يو بل ډزې شورو کړې.
د حالات تر خرابيدو وروسته قرغز او تاجک پوځ د قرغزستان په لليک ضلع کې پر يو بل ډزې شورو کړې.

قرغزستان وايي چې له تاجکستان سره پر پوله تر ډز بندۍ وړاندې د شخړې له وجې د وژل شوو کسانو شمېره ۱۳ ته رسېدلې ده.

د قرغزستان د صحت وزارت د اپرېل پر ۳۰مه ويلي، د اپرېل پر ۲۸مه شورو شوې نښته کې چې د پولې دواړو خواوو کسانو په يو بل کاڼي ورول شورو کړل چې ۱۳۴ کسان پکې ژوبل شوي دي.

د حالات تر خرابيدو وروسته قرغز او تاجک پوځ د قرغزستان په لليک ضلع کې پر يو بل ډزې شورو کړې.

د اپرېل پر ۲۹مه ناوخته د دواړو ملکونو د بهرنيو چارو وزيرانو اعلان وکړ چې خپل منځ کې سره په ډ‌ز بندۍ سلا شوي او د سفارتي هلو ځلو له لارې د شخړې حل په را ايستلو سره به پوځ واپس خپلو سيمو ته ليږي.

د باټکن سيمې ځايي چارواکي وايي چې له سرحد سره نېږدې کليو نه يې ۱۳،۵۰۰ قرغز وګړي محفوظو سيمو ته منتقل کړي دي.

د قرغز د ملي امنيت رياستي کمېټې ويلي چې له تاجکستان لورې د لويو وسلو استعمال شوی دی.

دا راپور په خپلواکه ډول نه دې تاييد شوی خو داسې راپورونه دي چې تاجک ځواکونو د ۲۰۱۴ز کال په جنورۍ او ۲۰۲۰ز کال په مې مياشت کې په سرحدي شخړو کې توپونو ګولې کارولي، او مهمه خبره دا ده چې روانه جګړه د سرحد سره سره په نورو سيمو کې هم خپره شوې چې مخکې کله داسې په نظر نه وو راغلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG