د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو کې د مذهبي مېلې پر مهال د ټېل ماټېل پېښه کې لسګونه کسان وژل شوي


لسګونه ژغورونکې د پېښې ځای ته رسېدلي چې ژوبل او مړي روغتونونو ته ولېږدوي.
لسګونه ژغورونکې د پېښې ځای ته رسېدلي چې ژوبل او مړي روغتونونو ته ولېږدوي.

د اسراییلو روغتیا وزارت وايي، د هېواد په شمال کې د یهودانو په مذهبي مېله کې د ټېل ماټېل په پېښه کې لږ تر لږه ۴۴ کسان وژل شوي.

د هغه هېواد د ژغورنې عمومي ادارې مګېن دوید ادوم د اپرېل پر ۳۰مه وویل، په پېښه کې تر ۱۰۰ زیات کسان ژوبل هم دي چې پکې له ۲۰ څخه زیاتو کسانو روغتیايي حالت خراب دی.

د پېښې لامل په اړه ضد و نقیص رپورټونه دي.

هارېڅ ورځپاڼې د پولیسو له خولې ویلي چې پېښه پر پوړیو د خلکو د ښویېدو او وارخطایۍ له وجې شوې.

لومړنیو رپورټونو ویلي ول چې پېښه د خلکو پر ډلې د دریځ پرېوتو له وجې شوې.

د ټولنیزو رسنیو په ویډیوګانو کې د ټېل ماټېل پیلېدو پر وخت ډلې ډلې خلک او ګډوډي ښکاري. په یوه ویډیو کې پر ځمکه قطار مړي پراته ښوول شوي.

دا پېښه د اپرېل پر ۲۹مه نیمه شپه پر داسې مهال شوې چې زرګونه راسخ العقیده یهودان د دویمې پېړۍ یوه صوفي یهود مشر په درناوي د کلنۍ مېلې لمانځلو لپاره د حرمون غره ته ختلي ول.

دا په اسراییلو کې د کورونا وایرس جهاني وبا مخنیوي په موخه د شاوخوا ټولو محدودیتونو تر ختمېدو وروسته لومړۍ قانوني مذهبي غونډه وه.

حکومت د واکسینو تر پراخ پروګرام عملي کولو وروسته بندیزونه ختم کړل خو روغتیايي چارواکو د دې ډول لویو غونډو په اړه خبرداری ورکړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG