د لاسرسي ځای

تازه خبر

برما: پر دوو هوايي اډو بریدونه شوي


راپورونه وايي، په برما کې نامعلومه بريدګرو پر دوو هوايي اډو بريدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په برما کې له پوځي کودتا وروسته له تېرو دریو مياشتو راهیسې اړی ګړی دی.

د ډيلټا خبري اژانس راپور ترمخه د اپرېل پر ۲۹مه سهار وختي د مګوې مرکزي ښارګوټي کې په يوه هوايي اډه کې درې چاودنې وشوي.

راپور زیاتوي چې له چاودنې وروسته د هوايي اډې پر امنتي پوستو تلاشي زياته شوې ده.

پيځه نور توغندي د مګوې په يوې بلې هوايي اډې توغول شوي دي. دا خبره يو ځايي خبريال کړې چې د چاودنې پر وخت له هغه ځای سره نېژدې وو.

پوځ د دغو چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.

د دې ترڅنګ د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې او نه هم په بريدونو کې د مرګ ژوبلي راپورونه ورکړل شوي.

په برما کې پوځ د سږ کال فرورۍ پر لومړۍ نېټه کودتا وکړه او د انګ سان سوچي په مشرۍ حکومت په لرې کولو يې واک واخیست چې له امله يې خلکو مظاهرې پیل کړي.

د فعالانو ډلې د شمېرو ترمخه پوځي عملياتو کې تر ۷۵۰ زيات مظاهرچیان وژل شوي دي.

پوځ دا شمېره ډېره کمه ښيي او د تشدد ذمه واري پر بلوه ګرو اچوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG