د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر بايډن کانګرس ته مهمه وينا کوي


امريکايي ولسمشر جو بايډن.ارشېف-عکس
امريکايي ولسمشر جو بايډن.ارشېف-عکس

د امريکا ولسمشر جو بايډن به د خپل واک د سلو ورځو تر پوره کېدو دوه ورځې له مخه د اپرېل پر ۲۸مه د کانګرس ګډې غونډې ته په لومړۍ مهمه وينا کې له کورونا وبا د دې هېواد دراوتو په اړه د هيلې او خوشبينۍ څرګندونه کوي.

د سپينې ماڼۍ د وينا ځينې مهمې برخې خپرې کړې چې پکې به ولسمشر بايډن به وايي چې "امريکا بيا په خوځښت کې ده او خطرې به په امکاناتو کې بدلوي."

تمه ده چې ولسمشر بايډن به په وينا کې د خپلې پاليسۍ لومړيتوبونه په ډاګه کړي او نوموړی به د هغه کمپېن لاس ته راوړنې هم وړاندې کړي چې له مخې يې مخې امريکايان د کورونا وايرس پر وړاندې واکسين کيږي.

په خپله وينا کې به بايډن هغه څه ستايي چې د ده په خبره امريکا د کورونا وايرس ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې "حيرانونکۍ" پرمختګ کړی دی.

ممکنه ده چې بايډن له افغانستانه د سېپټمبر تر ۱۱مې د خپل پوځ د اېستلو د پرېکړې دفاع هم وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG