د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد: چاودنې ۶ کسان ټپیان کړي


د ننګرهار نقشه
د ننګرهار نقشه

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر مشال راډیو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي چې د اپرېل پر ۲۹مه شاوخوا نهه بجې د برېښنا ریاست په یوه اړوند موټر چاودنه وشوه چې د موټر چلوونکي په ګډون د دغه ریاست درې کارمندان او د یوې ښځې په ګډون دوه عام وګړي ټپیان شول.

د معلوماتو له مخې، پېښه د چسپکي ماین د چاودنې له امله وه چې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې په چهل متره سیمه کې شوې ده.

په معلوماتو کې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د دې پېښې مسولیت چا نه ‌دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG