د لاسرسي ځای

تازه خبر

له فېسبوکه "د مالي ګټې اخیستو" قانون جوړولو لپاره قرارداد منظور شو


د ټولنیزې شبکې فېسبوک لوګو.
د ټولنیزې شبکې فېسبوک لوګو.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د اپرېل پر ۲۷مه د ټولنیزې شبکې فېسبوک له لارې د کاروبار یا مونیټایزشن په اړه د یو قرارداد مسوده منظوره کړې ده.

قرارداد د واکمن تحریک انصاف ګوند د اسمبلۍ غړي ضیاء الله بنګش وړاندې کړی وو چې اسمبلۍ په اکثریت سره منظور کړ. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان او بیا په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا کې ځوان کهول د ټولنیزو شبکو لکه فېسبوک، انسټاګرام او ټیک ټاک له لارې کاروبارونه پیل کړي دي، خو په دغه اړه د قوانینو نیشتوالي له کبله ترې پوره مالي ګټه نه شي پورته کولای.

فېسبوک مونیټایزیشن څه ته وايي؟

په دغه اړه د ګیلپ پاکستان د ډیجیټل میډیا او عامه اړیکو د څانګې مشر محمد فواد وايي، چې فېسبوک مونټیایزیشن د فېسبوک له لارې د پیسو ګټلو عمل دی خو د پاکستان په ګډون په نورو یو شمېر هیوادونو کې دا اسانتیا نشته.

نوموړی زیاتوي د دې علت دادې چې فېسبوک د مالي ګټو د ترلاسه کولو او د هغې بیا خپل مالک ته د لیږلو او په هغې د ټېکس اخېستو په اړه خپلې قاعدې او قوانین لري چې لا په پاکستان کې ورباندې څه کار نه دې شوی.


په دې اړه د اپرېل پر ۲۸مه مشال راډیو ته د اسمبلۍ غړي ضیاالله بنګش وویل چې د قراداد له لارې یې له وفاقي حکومته د قانون سازۍ غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې شاوخوا پنځه کروړه کسان فېسبوک کاروي خو د قوانینو نیشتوالي له کبله ترې مالي ګټه نه شي پورته کولای.
ضیاءالله بنګش

نوموړی زیاته کړه چې په پاکستان کې شاوخوا پنځه کروړه کسان فېسبوک کاروي خو د قوانینو نیشتوالي له کبله ترې مالي ګټه نه شي پورته کولی. هغه وویل، په دې اړه د قامي اسمبلۍ سپیکر اسدقیصر له وړاندې د فېسبوک له چارواکیو سره خبرې کړې دي او په ځینو قوانینو کې د بدلون لپاره یوې حکومتي کمیټۍ کار روان کړی دی.

محمد فواد چې د فېسبوک له لارې د خیبر ټالکیز (Khyber Talkies) په نوم یوه پاڼه هم چلوي د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ قرارداد هرکلې وکړ او غوښتنه یې وکړه چې باید اوس نور صوبايي حکومتونه او بیا وفاقي حکومت په دغه اړه پرمختګ وکړي او له دغه لارې کاروبار کوونکیو ته ګټه راوړي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په داسې حال کې دا قرارداد منظور کړی چې د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې ډیری سیمې د انټرنیټ اسانتیاوې نه لري. سیمې ته د انټرنیټ اسانتیاوو پرځای کولو په اړه وزیراعظم عمران خان او وزیراعلی محمودخان وخت په وخت اعلانونه کړي دي خو عملي شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG