د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتیا نړیواله اداره هند سره د کورونا مخنیوي مرستې کوي


د صحت نړيوالې ادارې مشر په هند کې د کورونا کيسونو زياتېدل غملړلی فعل بللی او وايي د ملګرو ملتونو ادارې په دې هېواد کې په حېران کنه توګه د مخ په زياتېدونکې کورونا وبا سره د مبارزې په لړ کې د مرستې لپاره مرستې پیل کړې دي.

د ډبليو اېچ او مشر ټېډرس اېډانوم ګېبريسس د اپرېل پر ۲۶مه په جنېوا کې خبريالانو ته وويل چې ادارې يې د څه باندې ۲۰۰۰ کسانو عمله له هند سره د مرستې لپاره بيا ځای پر ځای کړې ده.

په پيل کې له کورونا سره د چلند برخه کې هند کاميابه ښکارېدو خو اوس د نږدې يو ارب ۴۰ کروړه ابادۍ په دې ملک کې دغه وايرس په تېزۍ سره خورېږي او نظامونه په ماتېدو دي.

هند کې د مړو ښخولو او سوځولو ځايونه په کمېدو دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00

روغتونونه د کټونو او اکسيجن د کموالي له کبله نور کسان له ځان سره نه داخلوي.

په داسې حال کې چې د اپرېل تر ۲۷مې، پرله پسې په هند کې د کورونا کيسونه د ورځې په بنياد څه باندې درې لکه رپورټ شوي دي، دې هېواد پر پوځ غږ کړی چې مرستو ته دې راودانګي.

برتانيا، جرمني او امريکا په هغو هېوادونو کې دي چې له هند سره يې د بېړنيو طبي مرستو ژمنه کړې.

د صحت نړيوالې ادارې مشر يوې خبري غونډې ته ويلي دي چې په نړيواله کچه هم کورونه وبا مخ په زياتېدو ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG