د لاسرسي ځای

تازه خبر

پغمان کې ټرافیکي پېښه: اووه مړه، تر۷۰ زیات ژوبل


 چارواکي وايي، ژوبل کسان د درملنې لپاره روغتونونو ته وړل شوي دي. ارشیف-انځور
چارواکي وايي، ژوبل کسان د درملنې لپاره روغتونونو ته وړل شوي دي. ارشیف-انځور

افغان چارواکي وايي، له کابل سره نېږدې په يوه ټرافيکي پېښه کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او تر۷۰ زیات ژوبل شوي دي.

د اې پي او ډي پي ای خبري اژانسونو له مخې د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت ویاند طارق ارين د اپرېل پر ۲۷مه ویلي دي چې پېښه د تېرې شپې مهال هغه وخت رامنځته شوه چې کله په پغمان ولسوالۍ کې له کابل/کندهار لويې لار سره دوه مساپر وړونکي بسونه له يوبل سره مخامخ ټکر شول.

ارين ویلي چې ژوبل کسان د درملنې لپاره روغتونونو ته وړل شوي دي. په سمدستي توګه د پېښې علت نه دی معلوم. ياده دې وي چې تېره اوونۍ هم په زابل ولايت کې د بس او ټرک ترمنځ په ټکر کې لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه او لسګونه نور ژوبل شوي ول.

په افغانستان کې د روډونو د ناقصه نظام او د بې احتياطه موټروانۍ له کبله هرکال زیات شمېر کسان مړه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG