د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کورونا وايرس ۱۴۲ نور کسان وژلي


پاکستاني چارواکي وايي چې په ملک کې روغتونونه د اکسیجن او نورو اسانتیاو له کمي سره مخامخ شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي چې په ملک کې روغتونونه د اکسیجن او نورو اسانتیاو له کمي سره مخامخ شوي دي.

په پاکستان کې د کورونا وبا په اړه د دې هېواد روغتيا وزارت پر خپله ويب پاڼه ليکلي چې له تازه مرګونو سره له وايرسه د ټولو وژلو شويو کسانو شمېر ۱۷ زره ۳۲۹ ته رسېدلی دی.

وزارت زياتوي چې د اپرېل د ۲۶مې او ۲۷مې نېټې ترمنځ په ۲۴ ساعتونو کې تر څلور زره ۴۰۰ زيات کسان ځپلي هم دي خو په هم دې موده کې تر پنځه زره ۷۰۰ زيات جوړ شوي هم دي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس د ناروغانو ټول شمېر تر اته لاکه زيات شوی خو د رغېدلو کسانو شمېر نېږدې اووه لاکه دی.

په دې کې هېواد کې د کورونا وبا دريمې څپه په تېزۍ سره خپرېدو په حال کې ده.

حکومت د وايرس مخنيوی لپاره ګامونه پورته کړي دي.

د خيبر پښتونخوا حکومت په ۲۷ ضلعو کې او سيند حکومت په ټوله صوبه کې تعلمي ادارې تړلې دي.

په مردان کې د اپرېل له ۲۶مې څخه تر يوې اوونۍ پورې مکمل لاکډان يا ټولبند اعلان شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG