د جنوبي وزيرستان ببېزۍ رغزۍ کلي اوسېدونکي تور پورې کوی چې امنيتي ځواکونو دوه ځايی کسان وژلي او يو يې ټپي کړی دی.
د ببېزۍ رغزۍ کلي يو مشر ګل خان د اپرېل پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې دغه ځوانان بېګا د دکان مخې ته ناست ول چې ملیشا ځواکونه ورغلل او په ډزو يې ووژل.
دوی ادعا کوي چې ځواکونو مړي او زخمي کس له ځان سره د مليشا کلا ته وړي دي. د هغه په خبره، د کلي خلکو د کلا مخې ته احتجاج پيل کړی او غوښتنه کوي چې په وژنو کې ککړ کسانو ته دې سزا ورکړل شي خو د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر شوکت علي بيا وايي چې دا کسان نامالومه وسله والو وژلي دي.
هغه د اپرېل پر ۲۶ مه مشال راډیو ته وويل چې تر بريد وروسته امنيتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي ول او له هغه ځای څه دوه مړي او زخميان له ځان سره وړي دي. د ده په خبره، امنيتی ځواکونه به زخمي کس پوليسو ته سپاري