د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: کووېډ-۱۹ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۸ کسان وژلي


پاکستاني چارواکي وايي چې په ملک کې هسپتالونه د اکسیجن او نورو اسانتیاو له کمي سره مخامخ شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي چې په ملک کې هسپتالونه د اکسیجن او نورو اسانتیاو له کمي سره مخامخ شوي دي.

د پاکستان د صحت وزارت وايي چې په ملک کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ناروغۍ له کبله ۱۱۸ کسان مړه شوي دی.

د کورونا وایرس ناروغۍ په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانګړې ووبپاڼې د اپرېل پر ۲۵مه لیکلي چې په ټول ملک کې د کورونا وایرس ناروغۍ له امله د مړه شویو مجموعي شمېره ۱۷ زره ۱۱۷ ته رسېدلې ده.

ووبپاڼه لیکي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول ملک کې ۵۶۱۱ کسان نور په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د یو شمېر نورو هیوادونو په په څېر په پاکستان کې هم د کورونا وایرس ناروغۍ زیاتېدو له امله صحت څانګې له ننګونو سره مخامخ کړې دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې په ملک کې هسپتالونه د اکسیجن او نورو اسانتیاو له کمي سره مخامخ شوي دي.

د اسلام اباد پېمز روغتون کې د کورونا وارډ پخواني مشر ډاکټر فضل ربي مشال راډيو ته وويل چې يوازې د اسلام اباد هسپتال نه بلکې د هېواد په نورو روغتونونو کې د کورونا د رنځورانو لپاره د ځانګړیو کټونو او اکسیجن کمي سره مخامخ دي.

د پاکستان د سرکاري راډيو په وینا، ولسمشر عارف علوي د اپرېل پر ۲۴مه په کراچۍ کې په يوه غونډه کې پر ولس غږ وکړ چې د کورونا د مخنیوي لپاره دې پر حکومتي لارښوونو عمل وکړي.

دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د کورونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره له پوځه کومک غوښتی او ورته یې ویلي چې له پولیسو سره یو ځای دې په ولسي ځایونو او بازارونو کې خلک د کورونا پر وړاندې طبي سپارښتنو عملي کولو ته چمتو کړي.

عمران خان د اپرېل پر ۲۳مه، په اسلام اباد کې د قامي رابطه کمېټې غونډې ته په وینا کې وويل، دا پريکړه يې ځکه کړې چې په هېواد کې د کورونا کېسونه ورځ تربلې زیاتېږي او ولس له کورونا نه د ځان ژغورنې لپاره په حکومتي لارښونو عمل نه کوي.

عمران خان خبرداری ورکړ چې که تر واړه اختره پورې خلکو په احتیاطي لارښوونو عمل و نه کړ نو حکومت به مجبوره شي چې سختې پرېکړې وکړي. هغه وویل، دا هم ممکنه ده چې په هغه صورت کې مکمل ټولبند ولګول شي.

ده زیاته کړه، "موږ په وار وار خلکو ته ویلي چې د کورونا [وایرس] د مخنیوي په اصولو دې عمل وکړي خو موږ ګورو چې خلک نه احتیاط کوي او نه هم له کورونا [وایرسه] ډارېږي نو ځکه مو پوځ ته امر وکړ چې د پولیسو سره یو ځای دې خلک اړ کړي چې په حکومتي لارښوونو عمل وکړي."

په پاکستان کې اوس هره ورځ په زرګونو شمېر کې نوي کسان پر کورونا اخته کېږي او د ۱۵۰ په خواوشا کې کسان د کووېډ ـ ۱۹ ناروغي نه مري. د اپرېل تر ۲۴مې په پاکستان کې په کورونا د اخته کسانو ټوله شمېره اووه لاکه نوي زره نه پورته شوې ده.

ځېنو کسانو د کورونا د مخنيوي لارو چارو عملي کولو لپاره د پوځ پر ګومارنې نيوکې کړې خو ځېنو بيا دا اقدام ستايلی دی.

XS
SM
MD
LG