د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا هند سره د کورونا وايرس ضد مبارزې لپاره مرسته کوي


په دهلي کې يو مریض د هسپتال مخې ته پر بستر پروت دی
په دهلي کې يو مریض د هسپتال مخې ته پر بستر پروت دی

د نړۍ یو شمېر هېوادونو د اپرېل پر ۲۵مه اعلان کړی چې له هند سره به د کورونا وایرس ناروغۍ په وړاندې په مبارزه کې مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هند کې د کورونا وایرس راغلې څپه سونامي بلل شوې او خبرونه راځي چې په روغتونونو کې د کټونو، دوایانو او اکسیجن ډېر کمی دی.

امریکا اعلان کړی چې په سمدستي توګه هند ته د واکسینو لپاره خام مواد، د صحت څانګې سامان، ټیسټونه او حفاظتي جامې ورکوي.

د امریکا له خوا د واکسینو جوړولو لپاره د خام موادو اعلان په داسې وخت کې شوی دی چې هند خپل ولس ته د واکسینو لګولو په لړ کې د موادو رسولو له مسلې سره مخامخ دی.

هند تر اوسه د کورونا وایرس واکسینو شاوخوا ۱۳۰ میلیونه ستنې خلکو ته لګولې دي.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې، کورونا وایرس ناروغۍ د اپرېل ۲۶مې تر سهاره په هند کې نژدې ۱۷ میلیونه خلک وهلي دي چې څه باندې یو لاک او ۹۲ زره پکې مړه شوي دي. هند اوس په نړۍ کې تر امریکا وروسته دویم هیواد دی چې کورونا ډېر ځپلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG