د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هند کې کورونا وایرس په یوه ورځ ۲۶۲۴ کسان وژلي


د هند صحت وزارت د اپرېل پر ۲۴مه د کورونا وايرس له وجې په ۲۴ ساعتونو کې د نورو ۲۶۲۴ کسانو د مړينې خبر وکړ چې ورسره د مړو شمېره له يو لاکه ۸۹ زره اوښتی دی.
د هند صحت وزارت د اپرېل پر ۲۴مه د کورونا وايرس له وجې په ۲۴ ساعتونو کې د نورو ۲۶۲۴ کسانو د مړينې خبر وکړ چې ورسره د مړو شمېره له يو لاکه ۸۹ زره اوښتی دی.

په هند کې د چارواکو په وینا، د کورونا وايرس ناروغي دومره زیات شوې چې د هېواد روغتونونه د کټونو او اکسيجن له ډېر کمي سره مخامخ شوي دي.

په هند کې د اپرېل پر ۲۴مه په پرلپسې په درېمه ورځ هم د کورونا وايرس تر درې لاکه زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د چارواکو په وینا، د اپرېل پر ۲۴مه په ټول هیواد کې درې لاکه ۴۶ زره ۷۸۶ کسان کورونا وایرس ناروغۍ وهلي دي.

په هند کې له دې تازه شمېرو سره د کورونا وایرس وهلیو مجموعي شمېر تر ۱۶ میلیونه اوښتی دی.

په نړۍ کې تر امريکا وروسته په هند کې د کورونا وايرس تر ټولو زيات خلک پکې په کورونا وایرس ناروغۍ اخته شوي دي.

د هند صحت وزارت د اپرېل پر ۲۴مه د کورونا وايرس له وجې په ۲۴ ساعتونو کې د نورو ۲۶۲۴ کسانو د مړينې خبر وکړ چې ورسره د مړو شمېره له يو لاکه ۸۹ زره اوښتی دی.

هند، تر امريکا، برازيل او ميکسيکو وروسته څلورم هېواد دی چې د کورونا وايرس له وجې تر ټولو زيات کسان پکې مړه شوي دي.

د انډين ايکسپريس ورځپاڼې د رپورټ له مخې، د کورونا وايرس کېسونو کې زياتوالی په داسي حال کې دی چې په روغتونونو کې د اکسيجن کمی دی.

رپورټ لیکي چې د نوي ډلي په يو روغتون کې د اکسيجن کم فشار په يوه شپه د کوويډ۱۹ لږ تر لږه ۱۹ ناروغان مړه شوي دي.

امريکې په دي حالاتو کې د اضافي مرستو لپاره کار پيل کړی دی. بلخوا د پاکستان لوی خيراتي ادارې ايدهي فاونډيشن هم هند ته د مرستو وړانديز کړی دی.

په پاکستان او هند کې د کورونا وايرس کېسونو کې اضافې له وجې د ایران په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو پر دواړو هېوادونو سفري بنديزونه لګولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG