د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د یو سرکاري امبولانس سوځولو په تور کې ګڼ کسان نیول شوي


د جنوبي وزیرستان پولیسو د یو سرکاري امبولانس د سوځولو په تور کې د ځليخېل وزیرو مشرانو نهه کسان نیولي دي.

بلخوا د ځليخېل قامي مشرانو جرګې د اپریل پر ۲۳مه د پولیسو اقدام غیرقانوني بللې او د اعظم ورسک تهاڼې د اېس اېچ او شکیل وزیر د کور ړنګولو پریکړه یې کړې ده.

د جرګې یو مشر ملک سردار علي په دغه اړه مشال راډیو ته وویل چې پولیس په کورونو ننووځي او د یو ملزم په تور کې ټوله قبیله ځوروي چې دا له قانونه سرغړونه ده.

خو د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي وايي چې په نیول شویو کسانو د سرکاري امبولانس د سوځولو تور دی چې پرضد به يې له قانون سره سمه کاروايي کېږي.

نوموړي زیاته کړې ده چې هېچ چاته به هم قانون په لاسو کې د اخېستو اجازه ورنه کړي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د سیمې خلکو په پولیسو او امنیتي سرتېرو له قانونه د سرغړونو تورونه پورې کړي دي خو امنیتي چارواکي وايي، د قبایلي ضلعو په خیبر پښتونخوا کې د ورګډیدو وروسته دغلته د نور هیواد په شان د قوانینو عملي کولو لپاره هڅې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG