د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وژلیو خاصه دارو او لیویز سرتېرو کورنیو ته شهدا پیکېج ورکول کېږي


د ۲۰۱۴ز کال په دې انځور کې د باجوړ لیویز سرتېري په وسله وال برید کې د خپل وژلي ملګري جسد ته د درناوي لپاره ولاړ دي
د ۲۰۱۴ز کال په دې انځور کې د باجوړ لیویز سرتېري په وسله وال برید کې د خپل وژلي ملګري جسد ته د درناوي لپاره ولاړ دي

د خیبر پښتونخوا حکومت د ترهګرۍ او ناامنیو پر مهال د وژل شویو خاصه دارو او لیویز سرتېرو کورنیو ته د "شهدا پیکېج" په نوم د مرستو ورکولو پرېکړه کړې.

له شهدا پیکېج سره سم، حکومت د وژلیو سرتېرو کورنیو ته تر درې میلیونه پورې روپۍ ورکوي او د کورنۍ یو غړی یې په پولیسو کې ګوماري.

د اپرېل پر ۲۲مه د اعلا وزیر محمود خان په مشرۍ د صوبايي کابینې په غونډه کې حکومت دا پرېکړه هم وکړه چې په پولیسو د مومندو د ۵۱۱ خصوصي خاصه دارو سرتېرو د ورګډولو لپاره به اقدامات کوي.

په قبایلي سیمو کې له ۲۰۰۲ز کاله تر ۲۰۱۶ز پورې د ناامنیو پر مهال د پاکستان پوځ عملیات وکړل.

د ناامنیو په هغو کلونو کې د وژل شویو خاصه دارو او لیویز ځواک سرتېرو کره شمېر معلوم نه دی خو د خاصه دارو د ټولنې ویاند او د باجوړ په لیویز ځواک کې حوالدار حبیب الله وايي، په باجوړ کې ۷۴ سرتېري وژل شوي او ۲۸۰ ژوبل شوي.

د ده په وینا، په مومندو کې د ناامنیو پر مهال تر ۱۳۰ زیات خاصه دار او لیویز سرتېري ووژل شول او تر ۲۰۰ پورې ژوبل شوي ول.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې له یوه اییني ترمیم سره قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړې. له هغه وخت راهیسې هلته اصلاحاتي عمل روان دی او خاصه دار او لیویز سرتېري په پولیسو ورګډ شوي.

د خاصه دارو اتحاد په وینا، په قبایلو کې د خاصه دارو او لیویز سرتېرو ټول شمېر ۲۹،۰۰۰ دی.
د خاصه دارو اتحاد په وینا، په قبایلو کې د خاصه دارو او لیویز سرتېرو ټول شمېر ۲۹،۰۰۰ دی.

د مومندو د پخوانیو خاصه دارو صوبېدار ایوب خان اوس په پولیسو کې اسېسټنټ سب انسپکټر دی.

دی وايي، تر اوسه د وژلیو خاصه دارو کورنیو ته یوازې درې، درې لکه روپۍ ورکول کېدې.

د خان په خبره، تر ډېرې مودې یې د شهدا پیکېج غوښتنه کوله او د حکومت پرېکړې خوشاله کړی ځکه چې خاصه دار "غریب خلک دي، تعلیم [یې] نشته او تنخا ته ناست" دي.

د ټولو قبایلي ضلعو د خاصه دارو اتحاد ویاند حبیب الله خان وايي، په هغو سیمو کې د خاصه دارو شمېر ۱۸،۰۰۰ او د لیویز سرتېرو هغه ۱۱،۰۰۰ دی.

په دوی کې د مومندو خصوصي خاصه دار هم شامل ول چې د پولیسو ادارې په وینا ټول شمېر یې تر ۱،۲۰۰ پورې وو.

دا هغه سرتېري ول چې دنده به یې نه تر سره کوله او یوازې د اړتیا پر وخت به یې له حکومت سره مرسته کوله خو تنخا به یې د نورو خاصه دارو په څېر وه.

کله چې خاصه دار په پولیسو ورګډ شول نو زیاتره ځانګړي سرتېري یې هم د پولیسو برخه شول خو ۵۱۱ سرتېري لا هم د پولیسانو په توګه نه دي ګومارل شوي چې پر ضد یې دوی احتجاجونه هم کړي.

د مومندو انتظامي مشر د فبرورۍ پر اوومه په یوه لیک کې ویلي ول چې حکومت اندېښنه لرله چې د مومندو ځینې ملکان د پولې هغې خوا ته له افغان حکومت سره وفادار ول.

په لیک کې راغلي، د همدې له وجې په ۱۹۸۷ او ۱۹۸۸ز کې د پاکستان حکومت د هغو ملکانو د خپلولو په موخه هغوی د ځانګړو خاصه دارو په توګه ګومارلي ول.

د ځانګړو خاصه دارو یو مشر اقبال حسین خوشاله دی چې حکومت اوس دوی هم په پولیسو ورګډوي او ورته به مراعات ورکوي.

د مومندو یو ملک مجید خان هم پخوا د خاصه دارو سرتېری وو. دی وايي، اوس به له حکومته غواړي چې پخوانۍ ورپاتې تنخاګانې هم ورکړي.

د اعلا وزیر په مشرۍ د اپرېل ۲۲مې په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د ملاکنډ لیویز سرتېرو ته به ترقي ورکوي او له پینځمې درجې به یې اوومې ته خېژوي چې ورسره به د هغوی تنخاګانې لوړې شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG