د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ: د لېویز او خاصه دارو بچیان د شهیدانو پېکېج غواړي


د ۲۰۱۲ز کال پر څلورم د مې د باجوړ خار (ښار) په هغه درنه چاودنه کې د لیویز ځواکونو  میجر جاوېد خان په ګډون ۴۵ کسان وژل شوی وو.
د ۲۰۱۲ز کال پر څلورم د مې د باجوړ خار (ښار) په هغه درنه چاودنه کې د لیویز ځواکونو  میجر جاوېد خان په ګډون ۴۵ کسان وژل شوی وو.

په باجوړ کې د هغه لیویز او خاصه دارو بچي، چې پلرونه یې د ترهه ګرۍ په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي، پر سرکار ږغ کړی چې وارثانو ته دې یې نوکرۍ ورکړل شي.

دوی وايي د پولیس شهیدانو غوندې پوره سرکاري پانګه (پېکېج) دې ورکړل شي چې تعلیم، صحت او نور سهولتونه پکې شامل دي.

باجوړ ضلع کې تر دی دمه ۸۳ خاصه دار او لیویز ځواکونو غړي د ترهه ګرۍ ښکار شوي دي. دغه شمېره د فاټا په خیبر پښتونخوا کې تر ګډولو مخکې ده، چې پکې د وژل شویو اته دېرشو ځواکونو کورنیو ته شهدا پېکېج ورکړل شوی دی خو نور لاهم ترې بې برخې دي. محرومه کورنۍ وایي د دوی د کور کسان دې د خپلو شهیدانو پلرونو پر ځای په پولیس کې وګوماري.

ابراهیم خان چې دا وخت په باجوړ کې دکانداري کوي او پلار نور عالم خان یې په لیویز ځواکونو کې د لانس نایک پر څوکۍ ډیوټي کوله، وایي، چې د ۲۰۰۹ز کال کې د اګست پر پنځمه د وسله والو لخوا په خار کې وژل شوی وو.

دی وايي، له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې پر ټولو لوړپوړو افسرانو ګرځېدلی دی، تش خواري یې برخه رسېدلې. بیا بیا یې وعدې راسره کړې چې کله هم نوکري راشي نو د شهیدان بچیانو ته به لومړیتوب ورکوي خو دا دی کلونه تېر شول نوکري او ارډر مو ونه لید.

ناصر خان نومي یو بل دکاندار وایي چې د ده تره جاوید خان نومېدو او هغه په لیویز ځواکونو کې میجر وو، چې د ۲۰۱۲ز کال د مې پر څلورمه د باجوړ د خار په څلور لاره (چوک) کې په یوه درنه بمي چاودنه کې له نورو پنځه څلویښت تنانو سره وژل شوی وو. دی زیاتوي چې تندیار (چاچي) یې هم څو میاشتې وروسته ورپسې مړه شوې وه، خو بچو ته یې تر اوسه شهید پیکج نه دی ورکړل شوی.

نوموړی زیاتوي سرکار مخکې دلته د شهیدانو ورځ په نوم یو پروګرام راجوړ کړی وو، نو هلته یې د شهیدانو بچیانو هم ورغوښتي ول، په هغه پروګرام کې یې دغه بچیانو ته تش د دوو درېوو سوو روپیوویوه جوړه ناګنډلي کالي ورکړل چې د شهیدانو کورنۍ یې د ګنډولو وس هم نه لري.

په باجوړ کې پر لیویز، خاصه دارو او دا شان پر نورو عسکري ځواکونو هدفي بریدونه او بمي چاودنې له ۲۰۰۸ز کال راهیسې پیل شوې دي. د پخوانۍ فاټا د خاصه دار او لیویز ځواکونو د حقونو اتحادیې مشر حولدار حبیب الله مشال ریډیو ته وویل، په باجوړ کې یې تر اوسه د خاصه دارو او لیویز ځواکونو ۲۳ تنه شهیدان شوي دي. خو اوس سرکار د باجوړ لپاره ۲۴۱ نوې برتیانې کوي چې د ده په خبره دا نوې ګومارنې نه دي بلکې د هغه زړې څوکۍ دي چې د یو چا په مړینه خالي شوې یایوڅوک چې کډه شوي وو او ورځ دوې یې غیرحاضري کړې وه نو د هغوی څوکۍ سرکار بیرته اعلان کړې ځکه خو د شهیدانو کورنیو ورباندې خپګان ښکاره کړی چې پر دغه نوکریانو یې د دوی کسان ګومارلي وی.

حوالدار حبیب الله خان وايي، چې د شهید پېکېج او نور سهولتونه ورکول د حکومت زمه واری ده.

مشال راډيو چې د دغه کسانو ګیلې ماڼې په باجوړ کې د واکمن ګوند د قامی اسمبلۍ غړي ګل داد خان ته یووړې نو هغه وویل لوړپوړو چارواکو ورسره منلې چې په نوکریو کې به لومړیتوب د شهیدانو کورنیو ته ورکول کېږي. خو د وژل شویو لیویز او خاصه دارو د کورنیو غړي وایي، که دوی پر دغه څوکیو وانخیستل نو عدالت ته به ولاړ شي چې نوې ګومارنې یا برتیانې ودروي.

XS
SM
MD
LG