د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کورونا وبا، ۹۸ نور کسان وژلي


د پاکستان منصوبه بندۍ وزير اسد عمر وايي، په پاکستان کې د وايرس برتانوۍ ډول په تېزۍ سره خپرېږي.
د پاکستان منصوبه بندۍ وزير اسد عمر وايي، په پاکستان کې د وايرس برتانوۍ ډول په تېزۍ سره خپرېږي.

په پاکستان کې کورونا وایرس ناروغۍ په تېر یو شواروز کې نور ۹۸ کسان مړه کړي چې ورسره په دې هېواد کې د دې ناروغۍ له کبله مړو شویو ټوله شمېره ۱۶ زره ۶۹۸ ته ورسېده.

د کورونا په اړه د پاکستان حکومتي ویب پاڼې تر مخه په تېر شواروز کې نور پینځه زره او ۸۵۷ کسانو کورونا شوي دي چې ورسره د ټولو ناروغانو شمېر څه د پاسه اووه لکه او ۷۸ زره ورسېده. خو په دې هېواد کې له شپږو لکو او ۷۶ زرو څخه زیات کسان له کورونا رغېدلي هم دي.

دا راز د کورونا نړیوالې شمېرې راټولوونکی امریکايي جان هاپکینز پوهنتون وايي، په ټوله نړۍ کې د کورونا ناروغانو شمېر ۱۴ کروړه، ۳۴ لکه او څه د پاسه ۸۸ زرو ته رسېدلی چې پکې یې څه د پاسه ۳۰ لکه او ۵۵ زره مړه کړي خو له اتو کروړو، ۲۲ لکو او اووه زرو څخه زیات بیرته هم له دې رنځه رغېدلي دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG