د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې يو تن په هدفي بريد کې وژل شوی


تر دې وړاندې هم په ياده سيمه کې د هدفي بريدونو پېښې رامخې ته شوي دي.
تر دې وړاندې هم په ياده سيمه کې د هدفي بريدونو پېښې رامخې ته شوي دي.

پولیس او د سيمې خلک وايي، د اپرېل پر ۲۰مه وسله والو د پېښور د شبقدر يو اوسېدونکی چې په ياده سيمه کې به يې کباړ راټولولو په ډزو وواژه او په تېښته کې بریالي شول.

پولیس وايي، د وسله والو خلاف يې مقدمه درجولو وروسته پلټنې پيل کړي دي.

تر دې وړاندې هم په ياده سيمه کې د هدفي بريدونو پېښې رامخې ته شوي دي.

سږ کال په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنې دا ۱۴مه پېښه ده چې پکې ځايي مشران او د سيمې اوسېدونکي په نښه کېږي.

د سيمې خلکو بيا بيا احتجاجونه کړي دي او له حکومته يې د امنيت ټينګولو او د هدفي بريدونو د مخنيوي غوښتنې کړي دي.

بلخوا ځايي امنيتي چارواکي وايي، د سيمې امنيت لپاره يې کوټلي اقدامات کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG