د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، د کابل ښار شهید څلور لارې ته نېږدې په یوه ګاډي له چادونې اووه تنه ژوبل شوي او جوختو ودانیو او ولاړو ګاډو ته یې زیانونه رسولي دي.
د ملي امنیت ریاست یوه سرچینه وایي، برید د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د حمایوي څانګې پر یوه موټر شوی.
سرچینه د پېښې مسوولیت پر طالبانو اچوي، خو دې ډلې په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.