د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ایران سره د اټومې تړون په اړه پرمختګ شوی خو لا ډېر کار ته اړتیا ده: مورا


په ویانا کې د مذاکراتو مرام هغه اټومي لوظنامه بیا ژوندۍ کول دي چې امریکا ترې په ۲۰۱۸ز کال کې د وتلو اعلان کړی وو.
په ویانا کې د مذاکراتو مرام هغه اټومي لوظنامه بیا ژوندۍ کول دي چې امریکا ترې په ۲۰۱۸ز کال کې د وتلو اعلان کړی وو.

ایران او د نړۍ ځواکمنو هېوادونو د ۲۰۱۵ز کال د اټومي لوظنامې د ژغورولو لپاره په خبرو کې پرمختګ کړی دی.

د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو د کړنلارې ادارې ډپټي سیکرټري جنرل ارنک مورا د اپرېل ۲۰مه په ټویټر په یو بیان کې وویل، پرمختګ شوی دی خو په دغه اړه لا ډېر کار ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې خبرې به راروانه اوونۍ بیا پیل شي.

په ویانا کې د اروپايي ټولنې په مشرۍ دا خبرې د ایران، چین، روسیې، فرانس، بریتانیې او جرمني ترمنځ کېږي چې امریکا ورپه کې په غیرمستقیم ډول برخه اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس د خبرو پر مخ وړلو لپاره د کاري ډلې د جوړېدو هرکلی کړی او دا یې منلي چې په دغه اړه لا ډېر کار کول دي.

د ایران سرکاري میډیا د راپورونو ترمخه ددغه هېواد د مذاکراتي ډلې مشر عباس ارقچي ویلي چې د ویانا خبرې پر مخ روانې دي خو که چیرې تهران د غیرمنتطقي غوښتنو، وخت د ضیاع یا غیرمعقول جوړجاړي سره مخ شي نو خبرې به ودروي.

د مذاکراتو مرام هغه اټومي لوظنامه بیا ژوندۍ کول دي چې امریکا ترې په ۲۰۱۸ز کال کې د وتلو اعلان کړی وو.

XS
SM
MD
LG