د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ملي امنیت سلاکار له خپل روسي سیال سره په دوه اړخېزو مسلو په اړه غږېدلي


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلېوان
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلېوان

د واشنګټن او مسکو ترمنځ د شدیدې ترینګلتیا پرمهال د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلېوان د خپل روسي انډول نېکولی پیتروشېف سره په دوه اړخېزو مسلو خبرې کړې دي.

دواړو مشرانو د اپرېل پر ۱۹مه د ټیلېفون له لارې د سیمه ییزو او نړیوالو اندېښنو او همدارنګه د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمینځ د سرمشریزې د امکان په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د ملي امنیت ویاندې اېمیلې هورنې د اپرېل پر ۱۹مه په یو بیان کې وویل، دواړه مشران پر دې خبره سلا شول چې باید له یو بل سره تماسونه جاري وساتل شي.

تر دې وړاندې کرېملین اعلان کړی و چې د روسیې ولسمشر به د روانې اونۍ په اوږدو کې د موسمي بدلون په اړه په هغه سرمشریزه کې برخه واخلي چې د امریکا تر انتظام لاندې په انلاین ډول ترسره کېږي.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن پر دوه اړخیزو اړیکو د خبرو لپاره له خپل روسي سیال ولاديمیر پوتین سره د مخامخ لیدو وړاندیز کړی خو پوتین تر اوسه داسې کومه اشاره نه ده ورکړې چې دغه بلنه به ومني او که نه؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG