چېک جمهوریت ۱۸ روسیو ډېپلوماټانو ته د هېواد پرېښودو امر کړی دی.
چېکي حکومت تر هغې وروسته پر دې ډېلپوماټانو د جاسوسۍ تور پورې کړ چې استخباراتو په ۲۰۱۴ز کال کې د وسلو په یوه ګودام کې په چاودنه کې د روسیې د پوځي اېجنټانو ککړتیا په ډاګه کړه.
د چېک جمهوریت وزیراعظم اندرې بابیش د اپرېل پر ۱۷مه وویل، دا پرېکړه یې د هېواد استخباراتي او امنیتي ادارو له لوري د ښکاره ثبوتونو پر اساس کړې.
د ده په خبره، په ۲۰۱۴ز کې د زلېن سیمې په وربېتېڅې ښار کې د وسلو په ګودام کې په چاودنه کې د روسیې د پوځي استخباراتو ادارې (جي ار یو) د ککړتیا معقول شکونه موجود دي.
د سلواکیا له پولې سره په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي ول.
د چېک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر یان هماچېک چې اوسمهال د بهرنیو چارو لندمهاله وزیر هم دی، ویلي دا ډېپلوماټان یې د استخباراتي کارکوونکو په توګه پېژندلي او ورته یې په ۴۸ ساعتونو کې د هېواد پرېښوولو ویلي دي.
په پلازمېنه پراګ کې د روسیې سفارت انټرفیکس خبري اژانس ته ویلي چې د ډېپلوماټانو د ایستلو له پرېکړې خبر دي او د چېک د بهرنیو چارو وزارت روسی سفیر الېکساندر زمېیېفسکي ورغوښتی وو.
د اژانس په خبره، مسکو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د غبرګون خبرداری ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفا انټرفیکس اژانس ته ویلي چې "پراګ پوهېږي چې تر دې ډول بې معنا کارونو وروسته څه پېښېږي."