چارواکي وايي، په ننګرهار کې د تراوېح د لمانځه پرمهال د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي.
د دوی په خبره، د اپرېل ۱۷مې پر ماخوستن شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار نهمې ناحیې اړوند په سراچه علي خان سیمه کې په یوه جومات کې د تراوېح لمونځ روان وو چې وسله وال ورغلل او د حاجي عبدالوهاب په نوم د یوه کس پینځه وروڼه او درې ورېرونه یې وویشتل.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وايي، دا پېښه په سیمه کې د ځمکې پر سر د لانجې له وجې شوې.
دی وايي، امنیتي ادارو ته یې "جدي سپارښتنه" کړې چې په پېښه کې ککړ کسان پیدا کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.