د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي او کورمه کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د پاکستان نقشه
د پاکستان نقشه

په شمالي وزیرستان او کورمه کې د اپرېل پر ۱۶مه دغه دوې امنیتي پېښې مخې ته راغلي چې پکې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شمالي وزیرستان د میرعلي سیمې یو اوسېدونکي عادل داوړ مشال راډيو ته وويل چې د اپرېل پر ۱۶مه د شپې مهال د دوی په سيمه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي په خپلو کې سره وران شول او پر یو بل یې ډزې وکړې چې پکې یو تن وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.

ځایي پولیس هم تاییدوي چې ډزې د ملګرو ترمنځ شوې دي چې اوس د پېښې په اړه د هغوی پلټنې روانې دي.

بلخوا په کورمه کې د ناڅرګنده وسله والو په ډزو یو تن وژل شوی او یو ژوبل شوی دی.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي، تېره شپه شاو خوا یوه بجه دغه دواړه کسان چې سره وروڼه ول، په ګاډي کې خپل کور ته روان ول چې پر لاره پرې ډزې وشوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG