د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناسا غواړي دې لسیزه کې عام وګړي سپوږمۍ ته ولېږدوي


د امریکا فضایي پلټونکی مرکز ناسا د شخصي کمپنۍ سپېس اېکس په مرسته غواړي چې په دې لسیزه کې انسان تر سپوږمۍ ورسوي.

ناسا د اپرېل پر ۱۶مه وویل چې له سپېس ایکس سره یې د ۲،۸۹ میلیارده ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې تر ۲۰۲۴ز کال پورې به خلک تر سپوږمۍ پورې ورسوي خو اوس ناسا نېټه مشخصه کړې نه ده او وایي چې دا کار به په روانه لسیزه کې ترسره شي.

سپېس اېکس شرکت چې له ناسا سره له نيږدې همکار دی، د سټارشیپ په نوم يې سپوږمکۍ جوړه کړې ده چې په دې کې به خلک سپوږمۍ ته لېږدوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG