د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس له خپلې خاورې ۱۰ امریکايي سفارتکاران باسي


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اپرېل پر ۱۶مه ویلي چې ماسکو به ۱۰ امریکایي سفارتکارو ته له روسيې د وتلو په اړه وایي.

روسیې دا کار د امریکې د هغه اقدام په غبرګون کې کړی چې امریکا ۱۰ روسي سفارتکار په مبینه توګه په انتخاباتو کې د مداخلت، انټرنېټي حملو او د ځینو نور کارونو له وجې له هغه هېواده وایستل.

د اپرېل پر ۱۶مه د سربیا له بهرنیو چارو وزیر سره په یو ګډه خبري غونډه کې لاوروف وویل، دوی به د دې اقدام په بدل کې ورته ځواب ورکوي، او په روس کې موجودو ۱۰ امریکایي سفارتکارو ته به له دغه هېواده د وتلو وایي.

لاوروف په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري یوشاکوف دا وړاندیز کړی چې په روس کې امریکایي سفیر جان سلېوان دې په دې اړه د جدي سلا مشورې لپاره واشنګټن ته ستون شي.

دا تر هغې یوه ورځ وروسته ده چې کله امریکا پر روس د امریکا د ولسمشرۍ پر انتخاباتو کې پر درغلۍ، د انټرنېټي حملو او د واشنګټن په خبره د ماسکو د ځینو نورو تاواني بهرنیو فعاليتونو په ځواب کې پر روس پراخ بندېزونه ولګول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG