په پام کې ده چې امریکا د اپرېل پر ۱۵مه نن پر یو شمېر روسيو چارواکو او ادارو بندیزونه ولګوي.
رویترز او بلومبورګ د ځینو سرچینو له قوله چې پېژندګلو یې نه ده په ډاګه شوې، ویلي، دغه بندیزونه به پر شاوخوا ۳۰ هغو ادارو ولګول شي چې پروسږ کال د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې یا د امریکا حکومت او لویو شرکتونو د کمپیوټرونو په هېکولو تورنې شوې دي.
په دغو بندیزونو کې به دغه راز د استخباراتي چارواکو په ګډون شاوخوا ۱۰ تنه هم په نښه شي.
د راپورونو له مخې تمه ده چې په دغه اقدام کې به ۱۰ روسي چارواکي او ډیپلوماتان هم له دې هیواده واېستل شي.
د ولسمشر جو بایډن ادارې له څو اونیو راهیسې داسې نښې څرګندې کړې وې چې د روسیې سایبري حملو ته به سخت ځواب ورکړي.