د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه خپل ځواکونه د سږني کال پر ۱۱م سپټمبر باسو: بایډن


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

غربي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه د روان میلادي کال د سپټمبر میاشتې پر ۱۱مه وباسي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ولسمشر جو بایډن ښايي د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د ختمولو اعلان د چارشنبې په ورځ (د اپرېل ۱۴مه) وکړي.

ټول امریکايي ځواکونه به پر امریکا د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر پر ۱۱مه د ترهګریزه حملو د ۲۰م کال له پوره کېدو سره هم­‌مهاله له افغانستانه وځي.

امریکا کې د سپټمبر ۱۱مې حمله
امریکا کې د سپټمبر ۱۱مې حمله

تر هغو حملو وروسته، د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوال ائتلاف د ترورېزم په وړاندې د مبارزې لپاره افغانستان ته دننه شو.

د هغې موافقې له مخې چې د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه د طالبانو او د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې ترمنځ لاسلیک شوې وه، له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو ته د مې میاشتې لومړۍ نېټې مهلت ټاکل شوی و، خو په دې شرط چې طالبان د ترورېزم په وړاندې د مبارزې لپاره پر خپله ژمنه عمل وکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبروري ۲۹مې تړون
د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبروري ۲۹مې تړون

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په دا وروستیو کې ویلي چې ولسمشر جو بایډن به له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خپله پرېکړه د مې میاشتې د لومړۍ نېټې تر مهلت مخکې اعلان کړي.

افغان حکومت وايي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د جزیاتو په اړه نه‌ غواړي نظر ورکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست د ستراتیژیکو او عامه اړیکو ریس وحید عمر پر خپل ټویټر لیکلي، د امریکايي ځواکونو د وتلو پر موضوع له دې وړاندې په ځلونو د امریکا او افغان حکومت ترمنځ خبرې شوې دي.

ښاغلي عمر زیاته کړې چې ولسمشر جو بایډن به په نږدې راتلونکي کې له ولسمشر اشرف غني سره په خبرو کې رسماً د خپلو ځواکونو د وتلو د پلان جزیات شریک کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG