د هند حکومت د کورونا د مخنیوي لپاره په بیړني ډول د روسي سپوتنیک وي واکسینو منظوري ورکړه.
په هند کې یو اعشاریه درې اربه وګړي مېشت دي چې د کورونا واکسینو له کمي سره مخامخ دي او پکې د کورونا وایرس دویمې څپې زور نیولی دی.
سپوټنیک وي به د کورونا د مخنیوي واکسینو درېیم قسم شي چې په دې هېواد کې د استعمالولو اجازه ولري.
د هندي ورځپاڼې ټایمز اف انډيا په یو رپورټ کې راغلي چې د داروګانو د نظم ماهرینو کمیټۍ د سپوټنیک وي په هکله سپارښتنه کړې او هیله ده چې نن(د اپرېل پر ۱۳مه) یې هند کې د داروګانو د کنټرول اداره (ډي سي جي ای) د استعمال اجازه ورکړي.
له دې وړاندې په هند کې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره استرا زېنیکا واکسین او په هند کې په ځايي کچه د بهارت بایوټیک لخوا جوړ شوي((کووېسین)) ته د استعمال اجازه ورکړل شوې ده.