د لاسرسي ځای

تازه خبر

يو چينايي‌چارواکی وايي کوروناضد واکسين یې ډېر اغېزمن نه دي


د چين په يو روغتون کې نرسه د واکسينو د ستنې سره
د چين په يو روغتون کې نرسه د واکسينو د ستنې سره

په چين کې له يوه څخه بل ته سرايت کوونکو ناروغيوو (infectious) د مخنيوي ادارې مشر منلي چې د کورونا ناروغۍ پر ضد د دغه هيواد جوړ کړي واکسین کم اغېز لري.

هغه زیاتوي چې حکومت د دې واکسینو د اثر زیاتولو په موخه په دې کې د بدلون په اړه سوچ کوي.

ګاو فو د اپرېل په لسمه وويل چې دا مهال چين په رسمي توګه د دې واکسینو د ډير اغېزمنتوب د نه شتون د ستونزې په حل کولو فکر کوي او زیاته کړه یې ده چې اوس په دې فکر کوي چې ایا له کورونا وایرسه د ځان ساتلو لپاره له کومې بلې لارې او تکنیک ولاړ مختلف واکسین وکاروي که څنګه؟

دا اول ځل دی چې يو چينايي چارواکي په ډاګه منلې چې په دغه هيواد کې جوړ د کورونا ناروغۍ پر ضد واکسین کم اغېزه دي. له دغه کانفرنسه وروسته که څه هم د ګاو فو دريځ په ډيره تیزۍ خپور نه شو خو چين په ډيره تېزۍ سره په ټولنيزه ميډیا د دې موضوع په اړه خبرې سنسر کول پیل کړې.

چين دا مهال ساينوفام او ساينوواک واکسين د کورونا وایرس پر ضد کاروي. دوی دا واکسين د پاکستان په شمول د نړۍ ګڼو هېوادونو ته لېږلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG