د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا او امریکا د روسیې له لوري د اوکراین ناارامه کولو مخالف دي: راب


د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومېنيک راب د اپرېل په ۱۱مه ويلي چې امریکا او برتانیا د روسیې لخوا د اوکراين د غیر مستحکمولو د کمپاين سخت مخالفت کوي.
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومېنيک راب د اپرېل په ۱۱مه ويلي چې امریکا او برتانیا د روسیې لخوا د اوکراين د غیر مستحکمولو د کمپاين سخت مخالفت کوي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومېنيک راب د اپرېل په ۱۱مه ويلي چې امریکا او برتانیا د روسیې له خوا د اوکراين د غیر مستحکمولو د کمپاين "سخت مخالفت" کوي.

نومړي پر روسیې غږ کړی چې حالات دې عادي او ارام کړي.

د اوکراين پولو ته نېږدې او هغه هېواد کې دننه په مقبوضه کريميا سیمه کې په لويه پیمانه د روسي ځواکونو د نقل وحرکت ويډيو ګانو ، عکسونو او نورو تفصیلاتو هغه اندېښنې زیاتې کړې دي چې ښايي مسکو د اوکراين شمالي برخو ته د روسيو سرتېرو استولو تیاری کوي.

روسیې د غربي هېوادونو له خوا د سرتیرو د شاته کولو غوښتنې رد کړې او په روسیه کې دننه يې د ځواکونو نقل و حرکت داخلي او خپلواکه موضوع بللې ده.

روسیې دا خبره هم رد کړې ده چې ګواکې د دوی دا کار ګواښ پېښوي.

د برتانیا دا بیان له هغه یوه ورځ وروسته راغلی دی چې د اوکراين ولسمشر ويلادیمير زېلېنسکي د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان له موجوده حالاتو خبر کړ.

په استنبول کې تر دې ملاقات وروسته ولسمشر اردغان موجوده پرمختګونه د اندېښنې وړ بللي او هيله يې څرګنده کړې چې د اوکراين د پولو له احترام سره به دا شخړه د خبرو اترو له لارې په سوله ییزه توګه هواره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG