د ایران په نطنز اټومي ساحه کې د اپرېل په ۱۱مه د بجلۍ د خرابۍ خبرونه ورکړل شوي دي.
تر دې يوه ورځ مخکې تهران په هغه ځای کې نوي بټۍ لګولې چې اورانیم په تیزۍ غني کولای شي.
دا د ایران په يو ډيره محفوظه اټومي سيمه کې تازه پیښه ده.
په عين وخت کې ایران د ستونزو ښکار ایټمي لوظنامې په اړه له نړيوالو قوتونو سره په مزاکراتو هم بوخت دی.
د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي ويلي چې دې پیښه کې نه څه ځاني زیان شوی او نه څه تابکاری خپره شوې .
کمالوندي یوازې دومره ویلي چې په نطنز اټومي ځای کې بجلی خرابه شوې ده.
تیر کال په نطنز اټومي ساحه کې اور لګېدلی وو د ایران حکومت د هغې پيښې په اړه ويلي ول چې دا د ایران د اټومي پروګرام ناکامه کولو هڅه وه.
د ځمکلاندې نطنز اټومي ځای د ایران د اورانیمو غني کولو پروګرام لپاره تر ټولو مهم بلل کېږي چې د ملګرو ملتونو د نړيوالې ایټمي څار ادارې معاينه کارانو ليدلی هم دی.