د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان په میرلي کې وسله والو یو تن وژلی 


پښتون ژغورنې غوځنګ او ځايي ولس د دې بریدونو پرضد او امن په حق کې په وار وار احتجاجي لاریونونه، پرلتونه او غونډې کړې دي. (انځور: ارشیف)
پښتون ژغورنې غوځنګ او ځايي ولس د دې بریدونو پرضد او امن په حق کې په وار وار احتجاجي لاریونونه، پرلتونه او غونډې کړې دي. (انځور: ارشیف)

د شمالي وزیرستان د پولیسو او ځايي خلکو په وینا وسله والو تیرا شپه په میرلي کې وسله والو یو کس ویشتلی دی.

د نصاب الله په نامه وژلی کس د میرلي زیرکي سیمی اوسیدونکی دی.

د ځايي اوسېدونکو په وینا، نوموړی له خدي سیمی خپل کلي زیرکي ته پر لاره وو چې وسله والو ورباندې ډزې وکړې او وتښتېدل.

په میرامشا او میرلي کې پولیس چارواکو مشال راډیو ته وویل چې د "نامعلومه وسله والو" پر ضد یې مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړې دی.

دا په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۲۱ز کال کې تر اوسه ۱۳مه هدفي وژنه ده. تېر کال په شمالي وزیرستان کې ټول ۴۶ هدفي بریدونه شوي ول.

د شمالي وزیرستان ځايي خلک او چارواکي وايي چې هلته د ۲۰۱۸ز کال له فرورۍ په دوامداره توګه هدفي بریدونه روان دي.

په دې بریدونو کې تر اوسه په سلګونه ځايي‌ مشران، ځوانان، فعالان او د امنیتي ادارو کارکوونکي وژل شوي او ټپي شوي دي.

پښتون ژغورنې غوځنګ او ځايي ولس د دې بریدونو پرضد او امن په حق کې په وار وار احتجاجي لاریونونه، پرلتونه او غونډې کړې دي.

دوی غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت او پوځ دې په دې سیمه کې امن پر ځای کړي او د ټولو وسله والو پرضد دې ګامونه واخلي.

د دوی په وینا، ریاست په دې سیمو کې د وسله والو په اړه لا هم د "ښه او بد" تګلاره جاري ساتلې ده.

له ښه او بد څخه د دوی مطلب دا دی چې ریاست ځینو وسله والې ډلې په خپله ساتلې دي او پرضد یې ګامونه نه اخلي.

خو حکومت او پوځ دا تور ردوي او وايي چې په سیمه کې یې د پخوا پرتله امن پر ځای کړی او لا هم هڅه کوي چې سیمه په پوره توګه له وسله والو پاکه کړي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون پر ۱۵مه په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ضد د "ضرب عضب" په نامه عملیات پیل کړي وو چې له کبله یې تر یو میلیون زیات خلک بې کوره کړل شوي ول.

د دې بې کوره شویو لویه برخه د خیبر پښتونخوا نورو سیمو او زرګونه کورنۍ یې د افغانستان خوست ته اوښتې وې.

د پاکستان پوځ او حکومت ضرب عضب عملیات بریالي بولي خو په سیمه کې د هدفي وژنو په ګډون د بدامنۍ پېښې لا هم روانې دي.

XS
SM
MD
LG