د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې ''انصاف رزق حلال پروګرام" پیلېږي


د دې منصوبې د لومړي پړاو لپاره صوبايي حکومت یو ارب ۲۷ کروړه روپۍ بېلې کړې دي.
د دې منصوبې د لومړي پړاو لپاره صوبايي حکومت یو ارب ۲۷ کروړه روپۍ بېلې کړې دي.

د خيبر پښتونخوا د ولسي خیر ښېګړې (سوشل ويلفير) اداره وايي، په قبايلي ضلعو کې يې د غربت د خاتمې په موخه د انصاف رزق حلال پروګرام په نامه منصوبه اعلان کړې ده.

د دې منصوبې د لومړي پړاو لپاره صوبايي حکومت یو ارب ۲۷ کروړه روپۍ بېلې کړې دي.

حکومت وايي چې د دې منصوبې په مرسته به د قبایلي ضلعو ۲۴،۰۰۰ ښځې او ۱۰،۰۰۰ کورنۍ د روزګار کولو جوګه شي.

د دوی په وینا، د دې تر څنګ په یاده منصوبه کې يوه برخه د یادو سیمو د معذورانو لپاره هم ځانګړې شوې ده.

د خيبر پښتونخوا د سوشل ويلفير ادارې ډايريکټر جنرل حبیب خان اپريدي د اپريل پر لسمه مشال راډیو ته تفصیلات وړاندې کړل.

ده وویل، "د دې منصوبې ټول لګښت ۱،۲۷۰ میليونه روپۍ دی او صوبايي حکومت د دې منظوري ورکړې ده ، په دې منصوبه کې بیلا بيلې برخې دي ، یوه برخه ۱،۴۰۶ غريبو کسانو ته رکشه لوډرې ورکول دي، دا هم د روزګار یوه زریعه ده او زموږ د سروې مطابق یوه رکشه لوډر زرو روپو پورې روزانه امدن ورکوي ، د دې تر څنګ د معذورانو لپاره ۷۰۳ موټرايز یا خودکاره ويل چيرونه ورکول دي . دا ويلچېير د هغو معذورانو لپاره ډیرې لازمي وي چې عام ويل چيرونه نه شي کارولای."

د ده په وینا، د دې له امله به معذوره کسان بغیر د څه بل کس د مرستې نقل وحرکت کولای شي.

د دې منصوبې نورو برخوکې اووو سوو نه زیاتو کورنيو ته د فصلونو پريکولو د بجلۍ آلې ، او اوو سوه کورنيو ته د غنمو اوړو کولو د بجلۍ چکۍ ورکول هم شامل دي.

د انصاف رزق حلال پروګرام د منظوري شوې مسودې له مخې، په قبايلي ضلعو کې د معذوره کسانو لپاره پنځه سکولونه قايمول هم شامل دي.

د قبايلي ضلعو د معذورانو د مرکزي اتحاديې مشر عرفان الله جان د اپرېل پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې پخوا به تش اعلانونه کيدل خو دا ځل د منصوبې له پیل سره د معذورانو د سکولونو قایمولو د عملې او د ښوونکو ګومارنې اشتهارونه هم چاپ شوي دی.

ده وویل، "په دې پنځه سکولونو کې يو په کورمه يو وزیرستان ، یو خيبر یو باجوړ او یو په مومندو ضلع کې جوړيږي ، د مومندو سکول به د بيناي او اوریدو نه محرومه کسانو ته زده کړې ورکوي او دا نور سکولونه به د هر ډول معذورانو لپاره خدمات ورکوي."

په دې منصوبه کې د ضم شوو ضلعو د ښځو د روزګار خبره هم شوې ده چې پکې تر ۲۴ زره زیاتو ښځو ته د بجلي د ګنډلو مشينونه ورکول شامل دي.

د اورکزۍ قبايلي ضلعې د ښځو د حقونو فعاله نوشین اورکزۍ وايي چې په ضم شوو ضلعو کې په ورځو ورځو بجلي نه وي نو دا مشینونه به د قبايلي ښځو هيڅ مرسته ونکړي شي.

نوشين زیاته کړه چې بله لويه ستونزه داسې مرستو ته د ښځو د لاس رسي په وړاندې لوی خنډونه دي او بايد دا مرستې ښځو ته په کور دننه ورکړل شي.

دې وویل، "په ضم شوو ضلعو کې ډيرو مرستو ته د ښځو لاس رسی نشته او یا ډیر ګران دی، په دې کې هيڅ شک نشته چې په ټوله قبايلي ضلعه کې هر کار د سیاسي اثر لاندې کيږي، هره منصوبه او هر پروګرام کې د خپلې خوښې خلک رامخکې کول یوه عامه خبره ده ، حتي ضم شوو ضلعو ته مرستې راشي په خلکو وويشل شي او ډیرو خلکو ته مالومه هم نه شي ، دې کې هیڅ شک نشته چې د داسې منصوبو لپاره د څار او کره کتنې یو جامع نظام نشته."

د خيبر پښتونخوا د سوشل ويلفير د ادارې ډايريکټر جنرل حبيب خان اپرېدی وايي د انصاف رزق حلال پروګرام تر سیوري لاندې دا مرستې به حقيقي اړمنو ته ورکوي.

خو د ده په خبره، له دوی سره په ضم شوو ضلعو کې د کونډو ، يتيمانو ، معذورانو او د ډيرو غريبانو په اړه کره شمیره نشته.

حبيب خان اپرېدي هوډ وښود چې د هم دې پروګرام له لارې به دا معلومات هم راغونډوي.

XS
SM
MD
LG