د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قرغیزستان ولس د نوي ایین منظورولو لپاره نن رایې اچوي


دا ټولپوښتنه د ولسمشر، صدر جپاروف تر ټاکل کېدو درې مياشتې وروسته کېږي.
دا ټولپوښتنه د ولسمشر، صدر جپاروف تر ټاکل کېدو درې مياشتې وروسته کېږي.

د قرغیزستان خلک به د اپرېل پ ۱۱مه یوولسمه د هغه نوي ایین د تاييد لپاره رايې اچوي چې د ولسمشر واکونه پراخوي او د پارليمان اختیار کمزوری کوي.

دا ټولپوښتنه د ولسمشر، صدر جپاروف تر ټاکل کېدو درې مياشتې وروسته کېږي.

د ۲۰۲۰ کال په اکتوبرکې تېر ولسمشر له دې امله استعفا ورکړه چې په پارليماني ټاکنو کې د درغليوو له راپورونو وروسته خلکو سختې مظاهرې وکړي.

بیا په جنورۍ کې شوو انتخاباتو کې جپاروف د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

ځينو پر جپاروف تنقيد کړی چې د يو امرانه نظام جوړولو لپاره يې نوی ايين رامخته کړی خو نوموړي ازادې اروپا رېډيو سره په مرکه کې ويلي وو چې د حالاتو سمولو لپاره په قانون کې بدلون ضروري دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG