د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي د روژې لپاره ارزان بیه بازارونه لګوي 


په پاکستان کې د روژې په مياشت کې په عمومي توګه حکومت د خوراکي توکو ارزانولو لپاره ځانګړي اعلانونه کوي. (انځور: ارشیف)
په پاکستان کې د روژې په مياشت کې په عمومي توګه حکومت د خوراکي توکو ارزانولو لپاره ځانګړي اعلانونه کوي. (انځور: ارشیف)

د خيبر پښتونخوا حکومت د روژې مياشتې لپاره د ۸۲ ارزان بيه بازارونو جوړولو ترڅنګ د خوراکي توکو نرخونو کې هم د اضافې مخنيوي لپاره د کميټيو جوړولو پريکړه کړېده.

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي، د روژې په مياشت کې ولس ته ارزان بيه خوراکي توکو لپاره یې اقدامات کړي دي او په دې لړ کې به له اتياو زيات داسي بازارونه لګوي چې ورځني خوراکي توکي په ارزانه بيه واخیستل شي.

د خيبر پښتونخوا د وزيراعلي سلاکار کريم خان د اپرېل پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې وزیراعلا محمود خان په دې اړه اړوند چارواکو ته لارښوونې کړې دي.

په پاکستان کې د روژې په مياشت کې په عمومي توګه حکومت د خوراکي توکو ارزانولو لپاره ځانګړي اعلانونه کوي.

د پنجاب حکومت د اپريل پر نهمه د روژې مياشتې لپاره ځانګړی بنډل یا پيکج اعلان کړ چې د خوراکي توکو نرخونه به د عام بازار په نسبت پکې ارزان وي.

خو د خيبر پښتونخوا صوبايي وزير سيد محمد اشتياق د اپرېل پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت به د روژې مياشتې لپاره د غوړو، بورې یا چيني او اوړو کې به رعايت ورکوي.

ده وويل، "د خلکو زيات استعمال غوړي، بوره (چيني) او اوړه دي. د دغو شيانو مصنوعي قلت ذمه واره دوکاندران دي. د بيلګې په توګه دوکاندار له يوټيلټي سټور څخه د اوړو پينځه توړې او د بورې شپږ توړې واخلي او هغه بيا په خپل نرخ خرڅوي. دغه دوکاندران خوراکي توکي په پنځوس روپيو واخلي خو بيا يې په ۱۰۰ روپيو خرڅوي."

د سید محمد مشتاق په وینا، ځکه د دوی حکومت دا غواړي چې يوټيلټي سټورز کې مقامي خلکو ته روزګار ورکړي چې هغه دا خلک پيژني چې دا دوکاندار دی او دا مستحق دی.

ده زیاته کړه چې د حکومت له دې ګام سره به دا ګراني قابو شي.

خو په پېښور کې د تاجرانو د اتحاديې مشر مجيب الرحمن د صوبايي وزیر دا خبره رد کړه چې دوکاندران د مصنوعي قلت او يا د خوراکې توکو بيو لوړلو ذمه واره دي.

د ده په خبره صوبايي حکومت د روژې لپاره خو پيکج اعلان وکړ خو هغه يوټيلټي سټورز لپاره وي، عام دوکاندارانو لپاره هيڅ رعايت نه وي.

ده وويل چې حکومتي ګامونه يوازې تر اعلانونو محدود وي او پر هغې عمل نه کېږي.

مجیب الرحمان زیاته کړه، "د تمبوزک (ماسک) نه اچولو باندې دوی په مارکيټ کې پينځم چت ته دوکاندار لپاره ورځي، او هغه جرمانه کوي. نو ايا دا څنګه صوبايي حکومت دی چې يو سړی سامان ذخيره کوي، ګودامونه ډکوي، په ارزانه بيه شيان واخلي او ګران يې خرڅ کړي نو بيا خو له دې دا معلومه شوه چې دا نااهله حکومت دی."

ده زیاته کړه چې حکومت ته پکار ده چې د روژې مياشتې لپاره ځانګړې پواينټونه ولګوي.

د ده په وینا، په يوټيلټي سټورز کې درې شيان لکه غوړې، چيني او اوړه ارزانه دي خو په ۱۵ ورځو کې يو ټرک راځي او هغې ته سلو نه زيات کسان په قطار کې ولاړ وي.

د تاجرانو اتحاديي مشر دا خبرې په داسي حال کې کوي چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې د بجلۍ د نظم ملي ادارې د بجلۍ په يو يونټ کې ۶۴ پيسې اضافه کړې.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خوني په خبره هر يو صنعت په بجلي چليږي او د بجلۍ له ګرانولو پريکړې سره د خوراکي او غېرخوراکي توکو نرخونه هم زيات شوي دي.

د پيښور ښار يو اوسيدونکی وطن دوست د حکومتي پريکړو څخه مطمين نه دی. دی وايي، ګراني ورځ تر بلې زياتيږي.

ده وویل، "ګرانۍ ۱۰۰ فيصده تنګ کړي يو. ما ته نه ښکاري چې حکومت به خوراکي توکي ارزانه کړي. ځکه چې په پاکستان کې يوه خبره دا ده چې د يو څيز بيه لوړه شي نو بيا د هغې بيه بیا نه راکمېږي، او که چري راکمه شي نو هغه زموږ خوش قسمتي وي."

د کورونا وبا له وجې په پاکستان کې ټولبند اعلان شوی وو او اوس هم څه محدوديتونه لګول شوي چې له وجې يې د خلکو کاروبارونو ته زيان رسيدلی دی.

ولس او تاجران له حکومته غوښتنه کوي چې په نورو هېوادونو ان په غير مسلم ملکونو کې د مسلمانانو لپاره د روژې په مياشت کې د خوراکي توکو نرخونه کم شي خو په پاکستان کې سرچپه کيسه ده.

د دوی په وینا، حکومت باید خلکو ته خوراکي توکو کې رعايت ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG