د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي وايي، په کابل کې یې د داعش ډلې مهم غړی نیولی دی


غلام ناصر الخراساني
غلام ناصر الخراساني

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال دفتر وايي‌ چې د ملي امنیت ځواکونو لخوا په پلازمېنه کابل کې د داعش ډلې ځايي مشر نیول شوی دی.

د امرالله صالح دفتر د اپرېل پر ۱۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې غلام ناصر الخراساني په کابل ښار کې په لسګونه ترهګرو بریدونو، وژنو او تښتونو کې لاس درلود.

په خبرپاڼه کې نوموړی د داعشي طالبانو د ډلې مشر بلل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې الخراساني د کابل له لویدیځ څخه د یوه ۱۴ کلن هلک په تښتولو کې هم لاس درلود.

داعش وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG