د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یونان په پلازمېنه کې مشهور ځايي خبریال وژل شوی


پولیس او ځايي رسنۍ وايي چې پرون ( د اپرېل پر نهمه) پر موټر سایکل سپرو دوو کسانو په دغه خبریال په الېموس سیسمه کې د هغه د کور مخې ته ډزې وکړې او ویې واژه.
پولیس او ځايي رسنۍ وايي چې پرون ( د اپرېل پر نهمه) پر موټر سایکل سپرو دوو کسانو په دغه خبریال په الېموس سیسمه کې د هغه د کور مخې ته ډزې وکړې او ویې واژه.

د یونان په مرکز اتنز کې د اپرېل پر نهمه یو پېژندل شوی ځايي خبریال پر ډزو ووژل شو.

په یونان غوندې یو هیواد کې چې د اروپايي ټولنې غړیتوب لري، دا د خپل نوعیت یوه نااشنا پېښه ده.

یارغوش کارای واز چې د جنايي پېښو (یا کرایم رېپورټېنګ) یې کاوه د سټار په نوم تلویزون سره یې کارکولو او یو خبري بلاګ یې هم چلاوه.

پولیس او ځايي رسنۍ وايي چې پرون ( د اپرېل پر نهمه) پر موټر سایکل سپرو دوو کسانو په دغه خبریال په الېموس سیسمه کې د هغه د کور مخې ته ډزې وکړې او ویې واژه.

تر اوسه دا خبره نه ده سپینه شوې چې د دغه یوناني خبریال د وژنې محرکات څه وو؟

د یونان د حکومت ویاندې ارېسټو ټلیا پیلوني په یو بیان کې ویلي، د وژنې دې پېښې هغوی ټول لړزولي دي. هغې ویلي د پېښې پلټنه روانه ده او وژونکي به زر ونیول شي.

د اروپايي ټولنې کمېشنرې اورسولا وان ډر لیین هم دا پېښه غندلې او ویلي یې دي چې اروپا د بیان د ازادۍ طرفداره ده او د هغوی لپاره د بیان ازادي تر ټولو مقدسه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG