د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناروې وزیراعظمه د کورونا مخنیوي لارښوونو پر نه عملي کولو جرمانه شوې


وزیر اعظمې ارنا سولبرګ منلي دي چې د دې دستورې برابرولو نه مخکې يې په دقيقه توګه د ټولنيزې فاصلې ساتلو قوانين نه وو لوستي.
وزیر اعظمې ارنا سولبرګ منلي دي چې د دې دستورې برابرولو نه مخکې يې په دقيقه توګه د ټولنيزې فاصلې ساتلو قوانين نه وو لوستي.

د ناروې وزیر اعظمه ارنا سولبرګ د کورونا وایرس ناروغۍ مخنیوي لپاره له لګول شویو محدويتونو د سرغړونې په تور جرمانه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ارنا سولبرګ د خپلې کالیزې د ورځې داسې غونډه جوړه کړې وه چې د چارواکو په خبره پکې د ټولنيزې فاصلې خیال نه وو ساتل شوی.

د پوليسو مشر اولي سيوروډ د اپريل په نهمه وويل چې وزیراعظمه ارنا سولبرګ د خپلې کورنۍ سره په هغه پریکړه کې شامله وه چې په کوم ريسټورنټ کې به په کوم ميز څومره میلمانه د خوړو لپاره بلل کيږي.

پولیس وايي وزير اعظمه يې ۲۳۵۲ امریکايي ډالره جرمانه کړې ده.

د پولیسو مشر اولي په وزیر اعظمې د جرمانې د دفاع کولو پر مهال وويل چې قانون د هر چا لپاره يو دی خو د قانون پر مخکې هر څوک برابر نه دي.

ده ویلي چې دا جرمانه ځکه هم سم کار دی چې د کورونا له کبله په را پیدا شوي حالت کې د ټولنيزو محدويتونو عملي کولو پر مخکې د ولس اعتماد په کلکه بحال کړي.

بلخوا وزیر اعظمې ارنا سولبرګ منلي دي چې د دې دستورې برابرولو نه مخکې يې په دقيقه توګه د ټولنيزې فاصلې ساتلو قوانين نه وو لوستي.

نوموړې له سرکاري ټيلي ويژن اين آر کې سره په خبرو کې ویلي چې، "زه او یا نور چې هره ورځ ولس ته د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې خبرې کوو نو لازمه ده چې موږ ته د دې قوانينو له هر چا زیات مالومات وي."

په ناروې کې د کورونا له کبله د محدويتونو پر مهال له کوره بهر یوازې د لسو کسانو راغونډيدو اجازت دی خو ارنا سولبرګ په دغه غونډه کې ۱۳ ميلمنو ته بلنه ورکړل شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG