د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د چنار دودیزه کلنۍ مشاعره وشوه


دوی وايي، چنار له پخوا د خلکو د ناستې، هوساینې، دمې او د جرګو مرکو ځای وو او په افغاني ټولنه کې يې خپل دا تاریخي او کلتوري ارزښت نن هم پر ځای دی.
دوی وايي، چنار له پخوا د خلکو د ناستې، هوساینې، دمې او د جرګو مرکو ځای وو او په افغاني ټولنه کې يې خپل دا تاریخي او کلتوري ارزښت نن هم پر ځای دی.

د افغانستان په خوست کې د اپرېل پر اتمه ماښام مهال د چنار ۱۳مه دودیزه کلنۍ مشاعره د سلګونو شاعرانو او د شعر، ادب، هنر او فرهنګ د مینه والو په ګډون جوړه شوه.

په دې مشاعره کې د خوست سربیره د پکتیا، پکتیکا، لوګر، کابل، ننګرهار او نورو ولایتونو ګڼو شاعرانو او د مشاعرې مینه والو هم برخه اخیستې وه.

د مشاعرې په پیل کې خوست والي مومند کټوازي په خپلو خبرو کې د ګډونوالو د ښه راغلاست تر څنګ د چنار په تاریخي او کلتوري ارزښت خبرې وکړې.

ده وویل، چنار له پخوا د خلکو د ناستې، هوساینې، دمې او د جرګو مرکو ځای وو او په افغاني ټولنه کې يې خپل دا تاریخي او کلتوري ارزښت نن هم پر ځای دی.

په دې مشاعره کې د خوست سربیره د پکتیا، پکتیکا، لوګر، کابل، ننګرهار او نورو ولایتونو ګڼو شاعرانو او د مشاعرې مینه والو هم برخه اخیستې وه.
په دې مشاعره کې د خوست سربیره د پکتیا، پکتیکا، لوګر، کابل، ننګرهار او نورو ولایتونو ګڼو شاعرانو او د مشاعرې مینه والو هم برخه اخیستې وه.

مومند کټوازي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، "چنار پخوا هم زموږ د خلکو د هوساینې ځای وو، هغه زموږ د کډوالو د میشتدو ځای وو، بناءً دغه چنار زمو په کلتور، ادب او فرهنګ کې شامل شوی دی، نن بیا هم ویاړ کوو، هماغه چنار چې زموږ په فرهنګ کې شامل دی، زموږ سیوری دی، زموږ د کيناستو ځای دی، چنار زموږ د قدر نوم دی، چنار زموږ ده او ويې به انشاالله."

ویناوالو او شاعرانو وویل، په کلیو او بانډو، جمو او هجرو کې له پخوا نه د چنارونو شتون د خوست د پېژندګلوی یو سمبول ګرځیدلی دی.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد انور زاهد وویل، په اوس وخت کې د افغانستان په ډیریو ولایتونو کې کلنۍ او دودیزې مشاعرې جوړیږي چې اکثره يې د پسرلي په لومړنیو میاشتو کې ترسره کیږي.

ده وویل، یادې مشاعرې په هر ولایت کې په یو داسې نوم نومول شوي، چې هلته پریمانه وي، نو په خوست کې هم ځکه مشاعره چنار نومول شوې، چې په هر کلي، جمې او جومات باندې چنارونه ولاړ دي.

له لنډو ویناوو وروسته ازاده مشاعره پیل شوه.

مشاعره د نامتو شاعر پیرمحمد کاروان له خوا د لومړني غزل په وړاندې کولو پیل شوه:

شاعر پیرمحمد کاروان
شاعر پیرمحمد کاروان

دا هم غنیمت بویه، ګوره دا موسم به بیا نه وي

مینه کوه، شنه هوا او شنه غنم به بیا نه وي

مینې نن د وخت دی، رازغونه يې تر منځه شه

وخت به تیر وي، ستا هوا او ستا عدن به بیا نه وي

ماته به شپیلۍ وي، د شپانه شپيلۍ به غلې وي

ګوتې چې په زړونو وهي، زیر و بم به بیا نه وي.

ځوان شاعر ساجد بهار هم د نورو شاعرانو په خوا کې ګډونوالو ته خپل شعر وړاندې کړ:

شاعر ساجد بهار
شاعر ساجد بهار

خپل لیوني یواځیتوب ته مزاحم نه غواړم

هر خپل پردي سره جګړه کوم چې څنګه کیږي

پریږده چې ټول خلک خبر شي، نن دې نوم اخلمه

درځم کوڅه کې دې ټپه کوم چې څنګه کیږي

په داسې ښکلي دې بایلمه، چې درګوري هم نه

زړه ماتوم دې، کارنامه کوم چې څنګه کیږي

که يې د لاس کرښو کې نه یم، بیا يې هم نه پریږدم

دا دی قسم په میکده کوم چې څنګه کیږي.

ځوان شاعر سجاد شاه بیا د چنار دودیزې کلنۍ مشاعرې ته دا شعر وړاندې کړ:

شاعر سجاد شاه
شاعر سجاد شاه

ما نه غوښتل، خو بس بې ارادې رایادیدې

یو وخت وو، چې د ورځې او د شپې رایادیدې

چې هر ځل به مې ستا د هیریدلو کوښښ وکړ

جانانه هومره ډېر رایادیدې، رایادیدې.

د مشاعرې وروستۍ برخه د سیمه ییزو سندرغاړو کنسرټ او د ځوانانو اتڼونونو ته ځانګړې شوې وه، چې د شپې تر ناوخته يې دوام وکړ.

بشپږه راپور د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

په خوست کې د چنار دودیزه کلنۍ مشاعره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:01 0:00

XS
SM
MD
LG