د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د نارنج ګل مېله او مشاعره وشوه


مشاعره د باچا خان په کمپلیکس کې وشو.

سږکال د نارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره د افغانستان د ملي راډيو ټېلیويزیون ادارې او د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډه جوړه کړې وه.

دې مشاعرې کې پر ننګرهار مېشتو شاعرانو سربېره د یو شمېر ولایتونو او له خیبر پښتونخوا څخه ګڼو شاعرانو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و.

د نارنج ګل دا کلنۍ مېله او مشاعره د مارچ پر ۳۰مه نېټه له ماښام وروسته د فخر افغان باچا خان کمپلکس په انګړ کې جوړه شوې وه چې پر یو شمېر حکومتي چارواکو او شاعرانو سربېره په کې په سلګونو ځوانانو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و.

د مشاعرې تر پیلېدو له مخه د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل له شاعرانو وغوښتل چې په خپلو شعرونو کې خلکو ته د سولې او امن پېغامونه ورکړي.

نوموړي وړاندې وویل: "نن په ډېرې بې رحمې سره زموږ درې خویندې چې د انسانیت لپاره يې خدمت کولو، ماشومان يې له فلج ژغورل، د ناځوانه دښمن له لاسه ووژل شوې. دښمن په دې پوهېدو چې نن به په جلال اباد کې د نارنج ګل دودیزې مېلې او مشاعرې کې په زرګونه هغه کسان ګډون کوي، چې ژوند سره مینه لري، دښمن غوښتل چې زموږ دا خوشحالي په غم بدله کړي، خو موږ ګورو چې نن شپه په زرګونه کسان د باچا خان بابا کمپلکس ته يوازې د دې لپاره راټول شوي چې له مشاعرې او مېلې خوند واخلي. زه هيله لرم چې شاعران په خپلو شعرونو کې د سولې او امن پېغامونه ورکړي."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین پوهاند رسول باوري په خپلو خبرو کې وویل:

"د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څو کاله وړاندې ژمنه کړې وه چې د نارنج ګل مشاعره به د افغانستان په فرهنګي جنتري ( کلیز) کې ځای کوي. هغه ژمنه مو پوره کړه او اوس بله ژمنه کوو چې د نارنج مشاعره به د ناملموث فرهنګي ميراث په توګه د نړۍ په ناملموثو فرهنګي میراثونو کې د ثبت لپاره کانديدوي."

د مشاعرې پیل وتلي سندرغاړي جاوید امیرخېل د عبدالغفور لیوال په نوي کمپوز کړې ترانې وکړ چې يو بند يې څه دا رنګه و:

پر سرلوړې هري واوړه
چې ګذر په اسپهان کړي
بخارا ته وږمه یوسه
چې پرواز په بدخشان کړي
د سوما په باده مسته
د پامير له سره پاسه
د نوروز د سحر باده

د نارنج ګل په دې مشاعره کې له خیبر پښتونخوا څځه یو شمېر شاعرانو ګډون کړی و چې یو هم په کې ممتاز اورکزی و چې په خپلو غزلونو يې د مشاعرې د ګډونوالو پام ورواړاوه.
د نوموړي د غزل څو بیتونه څه دا رنګې وو.

بې وسې ده، زړه مې وران دی زړه مې وران دی

ګونګ ولاړ یم کابلی جانان روان دی
زه له تا شم صدقه جلال اباده
تا ته خپل جسد سپارلی باچا خان دی
که څوک وايي تېره نیمه پيړۍ څه وه؟
وایم دا زما په وینو سور داستان دی
چې د ننګ کیسه کوم نو سرمې تيټ شي
درست پښتون تر کندهاره یو افغان دی
سراهنګ مې دی په روح کې راګډ شوی
او ناشناس استاد بې حده راته ګران دی

له کونړ ولایت څخه راغلي شاعر رمضان صایم سولې ته نظم لیکلی و چې يو بند يې دلته را اخلوو:

موږ په غم اخته يوو، ته بې غمه يې لږ ژر راشه


سولې محترمې، محترمه يې لږ ژر راشه
ای د بشریت نوم او مانا درته اړتیا لري
ژوي، حیوانات، بوټي، ګيا ته اړتیا لري
ته لکه اوبه ټوله دنیا درته اړتیا لري
څومره چې د شر په لاره تللي پښېمانه دي
مخکې اراده نه لري، بیا درته اړتیا لري
نن درته اړتیا لري، سبا درته اړتیا لري
مونږه ته لا هم ته مقدمه يې لږ ژر راشه
سولې محترمې محترمه يې لږ ژر راشه
د مشاعرې بل شاعر له خیبر پښتونخوا څخه راغلی شاعر نورالبصر بصر و. د نوموړي د غزل څو بیتونه دلته رانقلوو:

ها څوک چې د بدلون بدلون نارې وهي سالاره

همدا خلک زموږ د پښتون پښې وهي سالاره
یو څوک دي د باچاخان پښتانه يې دوه ټوټې کړل
یو څوک دي چې تر منځه مو ګیندې وهي سالاره
چاره يې ده په لاس کې مخ يې پټ په تربوزک دی
یو کس دی چې د شپې راته تمبې وهي سالاره

د مشاعرې بل شاعر عزت الله ځواب و چې په څو شوخو شعرونو يې له اورېدونکو پرېمانه داد واخیست:

چې نحونې نه وي، په نرانو وطن نه جوړېږي
په دې غټ سرو هلکانو وطن نه جوړېږي
ځوابه خدای پاک چې پخپله مهربانه نه شي
ځوابه ستا په دعاګانو وطن نه جوړېږي


دا مشاعره چې د ماښام تر لمانځه وروسته پیل شوې وه، په لسګونو شاعرانو په کې د شعر د مینه والو په ولولو کې شعرونه وویل.

د مشاعرې په وروستي پیر کې جاوید امیرخېل، لطیف ننګرهاري او له کوزې پښتونخوا څخه راغلي سندرغاړي راشد احمد سندرې او غزلونه وویل چې د کتوونکيو له دروند استقبال سره مخ شول.

د ذکر وړ ده چې د نارنج ګل مشاعره د افغانستان د پخواني باچا محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۶۵ز کال پیل شوې چې له هغې وروسته هر کال د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د پسرلي په موسم کې د نارنج د ګل د وږمو په بدرګه جوړېږي چې پر شاعرانو سربېره په کې په ولسي کچه په زرګونه مینه وال ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG