د لاسرسي ځای

تازه خبر

اذربایجان له ترکیې سره ګډ دوه ورځني پوځي مشقونه پیل کړي


دا پوځي مشقونه چې د اپرېل پر اتمه اعلان شول، نيږدې پنځه میاشتې وروسته له هغه پیلېږي چې اذربایجان له ارمينيا سره د ناګورنو قره باغ لانجمنې سیمې پر سر په لنډه جګړه کې بريا ترلاسه کړه.
دا پوځي مشقونه چې د اپرېل پر اتمه اعلان شول، نيږدې پنځه میاشتې وروسته له هغه پیلېږي چې اذربایجان له ارمينيا سره د ناګورنو قره باغ لانجمنې سیمې پر سر په لنډه جګړه کې بريا ترلاسه کړه.

اذري چارواکو ویلي چې د دې مشقونو هدف د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو ترمنځ د تماسونو پیاوړي کول دي.

دا پوځي مشقونه چې د اپرېل پر اتمه اعلان شول، نيږدې پنځه میاشتې وروسته له هغه پیلېږي چې اذربایجان له ارمينيا سره د ناګورنو قره باغ لانجمنې سیمې پر سر په لنډه جګړه کې بريا ترلاسه کړه.

په دې جګړه کې تر شپږ زره زیات کسان ووژل شول چې بالاخره روسيې هم خپل شاوخوا دوه زره سوله ساتې ځواکونه هلته ځای پر ځای کړل.

دا غرييزه سيمه په نړيواله توګه د اذربايجان برخه تسليم شوې خو د ۱۹۹۰مې لسيزې له لومړيو کلونو راهیسې يې کنټرول د ارمني نژاده ځواکونو په لاس کې دی.

د اذربایجان دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د دې پوځي مشقونو هدف د پوځيانو د پرېکړې کولو پر وړتيا لوړولو سربېره د عملياتو د څانګې د قوماندانانو د نوښت او اداري وړتیاوو لوړول دي.

ترکیې د دې پوځي مشقونو په اړه څه نه دې ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG