د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا پريوه پاکستاني وګړي او د هغه پر کمپنۍ بنديزونه ولګول


د امريکا ماليې وزارت وايي چې دوی ځينې داسې کسان يې هم قاچاق کړي چې هغوي ښايي د امريکا ملي امنيت ته ګواښ پېښ کړي.
د امريکا ماليې وزارت وايي چې دوی ځينې داسې کسان يې هم قاچاق کړي چې هغوي ښايي د امريکا ملي امنيت ته ګواښ پېښ کړي.

د امريکا خزانې وزارت د اپرېل پر اوومه نېټه وويل چې پر يوه پاکستاني او د هغه پر کمپنۍ یې له دې امله بندېز لګولی چې په ناقانونه ډول یې له پاکستان او افغانستانه امريکا ته د خلکو په قاچاقولو کې مرسته کوله.

دې وزارت ويلي‌چې د عابد علي خان له خوا چېلدونکی، ټرانزنېشنل کريمينل ارګنایزېش يا ټي سي او داسې يو سازمان دی چې په پراخه کچه انساني قاچاق کوي او له دې لارې زياتې پیسې لاس ته راوړي.

دا سازما په پاکستان کې دی. وزارت وايي دې سازمان ځينې داسې کسان هم امريکا ته بيولي چې ښايي د امريکا ملي امنيت ته ګواښ پېښ کړي. د ماليې وزارت بيان زياتوي چې دغه سازمان لږ تر لږه له ۲۰۱۵ کال راهيسې د لاتيني امريکا له لارې د بهرنيوو وګړيو په قاچاقولو کې مرسته کړې ده.

د بیان ترمخه، د یوه سړي د قاچاقولو بيه اوسطا ۲۰ زره ډالره ده.

وزارت په امريکا کې د عابد علي تر څنګ د هغه د افغان سيکريټري، رېدي حسېن خان ګل او دوه پاکستاني وګړو شکيل کريم محمد او چوهدري اکرام وړايچ شتمنۍ هم کنګل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG