د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان ځواکونو ارغنداب له طالبانو بېرته نیولی"


افغان عکسر په ارغنداب کې د عملياتو پر مهال. عکس-ارشېف
افغان عکسر په ارغنداب کې د عملياتو پر مهال. عکس-ارشېف

افغان امنیتي ځواکونو د کندهار ارغنداب ولسوالي له طالبانو بیرته نیولې ده.

د افغانستان دفاع وزارت د اپرېل پر پنځمه په یو بیان کې ويلي چې د دغې ولسوالۍ د نیولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو د اپریل د څلورمې د عملیاتو پر مهال په لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي چارواکو هم ارغنداب ولسوالي د طالبانو له منګولو وتل تایید کړې دي.

د دفاع وزارت په بیان کې ادعا کړې چې په ارغنداب او شا وخوا سیمو کې یې د عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۳۷ وسله وال وژل شوي او له ۲۸ زیات ژوبل شوي دي.

د دې بیان ترمخه په دې عملیاتو کې د وسله والو ۹۰ موټر سایکلونه نیول شوي او په لوي مقدار کې وسله تباه شوې ده.

چارواکي وايي چې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتو کې عامو خلکو ته هم زیان رسېدلی او ځینې یې کورونو پریښودلو ته مجبوره شوي دي خو چارواکو په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG