د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان سره به په ماين پاکۍ کې مرستې ته دوام ورکوو: راس ويلسن


د فارياب ولايت ۱۲ کلن سميع الله چې د ماين په چاودنه کې يې پښه له لاسه ورکړې. عکس-ارشېف
د فارياب ولايت ۱۲ کلن سميع الله چې د ماين په چاودنه کې يې پښه له لاسه ورکړې. عکس-ارشېف

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن ډاډ ورکړی چې د ماین پاکۍ په برخه کې به د دوی کلنۍ شل میلیونه ډالره مرسته جاري وي.

ویلسن دا خبره د اپرېل پر څلورمه پر داسې مهال پر ټویټر پاڼه په بیان کې کړې ده چې په نړۍ کې د ماین د خطرونو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ وه.

د افغان حکومت په وینا، یوازې په ۲۰۲۰م کال کې (۱۵۸۲) عام وګړي د ماینونو، ناچاودو توکو او د انسانانو په لاس د جوړو ماینونو په چاودنو کې وژل شوي یا ټپي شوي دي.

د دوی په وینا، د افغانستان په شپاړس سوه کیلوميټره مربع مځکه کې لا هم د ماینونو او ناچاوده مهماتو شتون خطر دی چې د عامو خلکو ژوند ته خطر پېښوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG