جنوبي افریقې له پاکستانه د درې يو ورځنيوو کرکټ سياليوو د لړۍ دوهمه لوبه وګټله.
د اپرېل پر ۴مه په جوهانسبرګ کې شوې دې سيالۍ کې جنوبي افریقې لومړی بېټينګ وکړ او په ټولو ۵۰ اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په اوټکېدو ۳۴۱ منډې جوړې کړي.
پاکستان د فخر زمان د ۱۹۳ منډو په مټ د ۹ لوبغاړو په اوټ کېدو ۳۲۴ منډې وکړي او په دې توګه یې دا سیالي د ۱۷ منډو په توپير وبایلله. فخر زمان د لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو.
د دې سیاليوو لومړۍ لوبه پاکستان ګټلې وه. درېيمه به د اپرېل په ۷مه کېږي.