د سومالیا په سرښار موغادیشو کې پرون ناوخته په ځان وژونکي برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.
د پولیسو ویاند صادق دودېشې ویلي چې وسله والو حمله له هټیو او یوې چایخانې سره نېږدې کړې ده. د ده په خبره، هغه ځای ته زیاتره ځوانان ورځي.
چارواکي وايي، دغسې د مارچ پر درېیمه سهار الشباب وسله والې ډلې له موغادیشو سره نېږدې د پوځ پر دوو اډو هم حمله کړې وه.
د پوځ یو قومندان محمد بیهي ویلي ، اودیګل او بریری ښارګوټو کې د پوځي اډو بهر په نښتو کې پوځ ۷۶ وسله وال وژلي او ۱۰ یې نیولي دي.
تراوسه الشباب وسله والې ډلې له په دې اړه څه نه دې ویلي.