د لاسرسي ځای

تازه خبر

تایوان: د اورګاډي حادثه کې لسګونه کسان مړه او ژوبل شوي


د تایوان د ریل ګاډي انتظامیه وايي چې دا ریل ګاډی په هوالین سیمه کې له ټرک سره تر جنګیدو وروسته له پټلۍ واوښت.
د تایوان د ریل ګاډي انتظامیه وايي چې دا ریل ګاډی په هوالین سیمه کې له ټرک سره تر جنګیدو وروسته له پټلۍ واوښت.

په تایوان کې له پټلۍ څخه د ریل ګاډي اوښتو پېښه کې ۵۰ کسان وژل شوي او ۱۷۵ نور ټپیان شوي دي.

دا په یاد هېواد کې په تیرو څو لسیزو کې د اورګاډي تر ټولو بده پېښه ده. د اپریل پر درېیمه، مرستندويه کارکونکو د رېل ګاډي له پټلۍ څخه د اوښتو ډبو د ملبې لرې کولو کار پيل کړ.

له متاثره کسانو سره د خپګان شریکولو په موخه به په تایوان کې درې ورځې بېرغونه نیم ځوړند وي.

د تایوان د رېل ګاډي انتظامیه وايي چې دا رېل ګاډی په هوالین سیمه کې له ټرک سره تر جنګېدو وروسته له پټلۍ واوښت. اور ګاډی له تايي پي څخه ختیځې سيمې تايي تونګ ته روان و.

ټاکل شوې وه چې ولسمشر څايي اینګ وین به د اپریل پر درېیمه له ټپیانو سره د لیدو لپاره د پېښې ځای ته ولاړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG