د بشري حقونو نړيوالې ادارې، هيومن رايټس واچ په يو بيان کې ويلي چې طالبان په افغانستان کې د رسنيوو کارکوونکو ته په ګواښونو، ځورونو او تشدد کې لاس لري.
د ایشيا لپاره د دې ادارې مشرې، پيتريشيا ګوسمن د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خبرپاڼه کې ويلي چې خبريالانو ته ګواښونو او د هغوی وژلو په داسې وخت کې هېښوونکی پېغام ورکړی چې ټولې افغان ډلې د افغانستان د راتلونکي لپاره بحثونه کوي. په دې مذاکراتو کې د بیان ازادۍ حفاظت يوه مهمه موضوع ده.
ګوسمن زیاته کړې چې په تشدد او ګواښونو د منتقدينو خاموشه کولو سره طالبانو په افغانستان کې د يوې ازادې ټولنې هیلې مړاوې کړې دي.
خو په قطر کې د طالبانو استازو رسنيوو ته ګواښونه کول رد کړي خو ويلي يې دي چې له خبريالانو څخه اسلامي ارزښتونو ته درناوی غواړي.